BBC
 شاته

'د افغانستان دولت دې د کم عمره او اجباري ودونو مخه ونیسي'

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان د کم عمره واده شوې نجلۍ زهرا مړینه افغانستان کې "د ماشومانو د حقونو جدي نقض" بللی دی.

زهرا ۱۴ کلنه نجلۍ وه چې تر اجباري واده وروسته په داسې حال کې چې د څلورو میاشتو مېندواره وه، د خپلې خسرګنۍ لخوا وسوځول شوه او په دې وروستیو کې د سختو ټپونو له امله په کابل کې په روغتون کې ساه ورکړه.

دغه سازمان د یوې رسنیزې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې زهرا د واده پرمهال "۹ کلنه" وه او د افغانستان له حکومت نه یې غوښتي چې له وخته مخکې ودونو ته د پای ټکی کېږدي.

ددې سازمان مشرې انا ماریا لاکسین ویلي، "زهرا چې له کوم برخلیک سره مخامخه شوه، د کمکي عمر د ودونو یوه له تر ټولو بدو پایلو ده."

د هغې په وینا، له وخته مخکې ودونه، نجونې نه یوازې له زده کړې او امنیت محروموي، بلکې د خپل برخلیک په اړه له تصمیم نیولو هم بې برخې کوي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان یوې چارواکې زبیده اکبر بي بي سي ته وویل، د زهرا مړینه دا ښيي چې افغانستان له اجباري او له وخته مخکې ودونو منع سره تر کومه برید فاصله لري.

Image copyright .
Image caption د ماشومانو ملاتړ سازمان د افغانستان له حکومت نه غوښتي چې له وخته مخکې او اجباري ودونو ته د پای ټکی کېږدي.

مېرمن اکبر زیاته کړه، ددې سازمان د شمېرو له مخې اوسمهال له هرو پنځو نجونو چې له ۱۵ – ۱۹ کلونو عمرونه لري، یو یې اجباري واده ته مجبورېږي.

هغه افغانستان کې د واده قانوني عمر ته په اشارې سره چې د نجونو لپاره ۱۶ او د هلکانو لپاره ۱۸ کاله دی وویل، "بشپړه څرګنده ده چې دا قانون نه پلی کېږي."

د مېرمن اکبر په وینا، نجونې په ډېر کم عمر کې د خپلو کورنیو د غړو، یو شمېرو خلکو او روحانیونو په شتون کې واده ته اړې کېږي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان دغې چارواکې وویل، د افغانستان دولت باید داسې نظام رامنځته کړي چې د واده پر عمر د څارنې له لارې وکولی شي د اجباري او له وخته مخکې ودونو شمېر راکم کړي.

زبیدې اکبر د زهرا پر پلار هم نیوکه وکړه چې په دویم واده سره یې خپله لور له یوه سخت حالت سره مخ کړه.

د زهرا تر مړینې وروسته د افغانستان مدني فعالانو او رسنیو له وخته مخکې او اجباري ودونو بدو پایلو ته د سنتي کورنیو د پام وراړولو لپاره پراخ کمپاین پیل کړی دی.