فیروز: راتلونکو ۶ میاشتو کې سلګونه روغتيايي مرکزونه جوړوو
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
د نوي پروګرام له مخې به چې عامې روغتیا وزارت په کابل کې اعلان کړ، ژر به د کوچیانو په ګډون ۳ میلیونه کسان تر روغتیايي پوښښ لاندې راولي.
دمګړۍ د افغانستان روغتيايي سیستم، د مسلکي کسانو د کمښت، بې کیفیته درملو د کارونې او صحي اسانتیاوو د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې دی.
د عامې روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د امریکا د متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې په ۳۴ میلیون ډالره مرسته یې نوي روغتيايي پروګرام پیل کړی دی.
ښاغلي فېروز کوچیانو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو لپاره د ۱۵ روغتيايي ډلو د جوړولو خبره هم وکړه.
د هغه په خبره دغه پروګرام به تر راتلونکو شپږو میاشتو په ټول هېواد کې پلی شي چې له مخې به یې د کوچیانو په ګډون ۳ میلیونه افغانانو ته روغتيايي پوښښ ور کړل شي.
د عامې روغتيا وزارت ویاند وحیدالله مجروح بي بي سي ته وویل، د دغه پروګرام په لړ کې به په ټول هېواد کې سلګونه روغتیايي جوړ یا له سره ورغول شي.
د عامې روغتيا وزارت د وروستیو ارزونو له مخې، دمګړۍ کابو درې میلیونه افغانان له روغتيايي مرکزونو په اوسط ډول دوه ساعته واټن لري.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي هیله څرګندوي چې په پلازمینه او ولایتونو کې د سترو روغتیايي مرکزونو د رغنیزو چارو له پای ته رسېدو سره به په په هېواد کې روغتيايي برخه کې ښه والی راشي.