BBC
 شاته

ډونالډ ټرمپ ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید شو

Image copyright EPA

نیویارکۍ میلیاردر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د اوهایو ایالت په کلیو لېنډ ښار کې د جمهوریپال ګوند په سراسري ناسته کې ددې ګوند کاندیداتوري خپله کړه.

د ګوندي استازو د رایو شمېره د څو ساعتونو لپاره روانه وه ترهغه چې د نیویارک استازو رایې نوموړی د نصاب تر کچې ورسوه.

د ټرمپ کاندیداتوري به د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه رسمي شي چې نوموړی یې د یوې وینا پرمهال ومني.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي: "د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماندي لوی ویاړ دی. زه به سخت کار وکړم او هېڅکله به تاسې نهیلي نه کړم. لومړی امریکا!"

د هغې لور ایوانکا ټرمپ له دې رایې ورکونې وروسته وویل، "هېڅ باور مې نه کېږي. لکه خوب چې وینم. په پلار مې ویاړم."

زوی یې هم دا "د خپل ژوند نه باور کېدونکې شېبه" وبلله او د خپل پلار نوماندي یې "تاریخي" یاده کړه.

هغه وویل: "دا یو واقعي خوځښت دی، هغه یو واقعي سړی دی چې ددې کار پرمخ وړلو وړتیا لري او غواړي هېواد ته خدمت وکړي."

دا رایه اچونه د جمهوریپالانو د ناستې په دویمه ورځ ترسره شوه.

د ټرامپ مخالفو ایالتي استازو وروستۍ هڅه چې د هغه پر ځای بل څوک ددې ګوند کاندید کړي، د دوشنبې په ورځ ناکامه شوه.

ډونالډ ټرمپ په سراسري ټاکنو کې له نیویارک ایالت نه د جمهوري غوښتونکي ګوند شپږم کاندید دی. کالیفورنیا او اوهایو دواړو په سراسري ټاکنو کې ۵ کاندیدان لرلي دي. دا ګوند په ۱۸۵۴ کال کې جوړ شو.