BBC
 شاته

د ترکیې 'پاکولو' عملیاتو کې ۵۰ زره کسان په نښه شوي

Image copyright Reuters

په ترکیه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته، حکومت اوس په کورنیو چارو، دفاع، مالیې او عدلیې وزارتونو او تعلیمي بنسټونو کې نژدې ۵۰ زره کسان په نښه کړي. تعلیمي بنسټونو کې د ۱۵ زره کسانو د دندو ځنډولو او یا د استعفا وړاندې کولو غوښتنې شوې.

په دغو کسانو کې ګڼ یې نیول شوي، دندې یې ځنډول شوې او یا له دندو د استعفا غوښتنه ترې شوې ده.

ترکي چارواکي امریکا مېشتی ترکی مذهبي مشر فتح الله ګولن د ناکامې کودتا تر شا په هڅو تورنوي، خو ګولن دا تور لا له وړاندې رد کړی دی.

واشنګټن د ترکیې هغه غوښتنه رد کړې ده، چې ګني ګولن دې انقرې ته وسپارل شي او له ترکانو یې غوښتي چې ترکیې ته د هغه د سپارلو په تړاو ثبوتونه او په کودتا د ښکېلتیا معقول ثبوت وړاندې کړي.

Image copyright AFP

ګولن له واشنګټن نه غوښتي چې ترکیې ته د هغه سپارل رد کړي.

نوموړي په یوه ویناپاڼه کې ویلي: ''د امریکا له حکومت غوښتته کوم چې د سیاسي غچ اخیستو لپاره مې ترکیې ته له سپارلو ډډه وکړي''.

د تعلیمي بنسټونو پاکول

په ترکیه کې د عدلیې وزارت له ''فتح الله ګولن سره د اړیکې لرلو'' په تور د تعلیمي بنسټونو د ۱۵ زره کارکوونکو د ګوښه کولو اعلان کړی.

دغه وزارت د پوهنتونو له ۱۵۰۰ ډېرو مشرانو او د پوهنځیو له مشرانو د استعفاوو وړاندې کول غوښتي، په خصوصي تعلیمي بنسټونو کې یې هم له ۲۱ زره ښوونکو دا غوښتنه کړې ده.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم ویلي ''په بنښنې سره، خو دغه موازي ترهګر تنظیم په دولتي مؤسسو کې فعال رول نه شي لوبولی''.

یلدریم زیاتوي ''د دوی جرړې به وباسو، هېڅ کومه پټه ډله زموږ له شریف ولس سره خیانت نه شي کولی''.

د امریکا حکومت ویلي، د فتح الله ګولن په تړاو د ترکیې له خوا پر ورکړل شویو اسنادو غور کوي چې ایا انقرې ته یې د سپارلو لپاره ثبوتونه شته او که نه.

له کودتا وروسته ترکي حکومت په کورنیو چارو، عدلیې، دفاع او مالیې وزارتونو کې په لاندې توګه کسان په نښه کړي:

  • ۶ زره پوځيان نیول شوي، خو لسګونه جنرالان د محاکمه کېدو شېبې شمېري.
  • ۹ زره پولیس له دندو شړل شوي.
  • د ۳ زره قاضیانو دندې ځنډول شوې.
  • له مالیې وزارته ۱۵۰۰ کارکوونکي شړل شوي.
  • د دیني چارو له ادارو ۴۹۲ کسان شړل شوي.
  • د ترکیې د لومړي وزیر د دفتر اړوندو ادارو تر ۲۵۰ ډېر چارواکي او کارکوونکي شړل شوي.

همدارنګه، له فتح الله ګولن سره د تړاو په تور د څه باندې ۲۴ تلوېزیونونو او رادیوګانو جواز لیکونه لغوه شوي.

Image copyright AFP

د انادولي خبري اژانس وايي، د دیني چارو ادارې، چې په هېواد کې تر ټولو جګپوړی مذهبي بنست دی، د هغو کسانو د جنازو نه کولو امر کړی چې په ناکامه کودتا کې یې ګډون کړی و.