BBC
 شاته

عالیه بټ: د هندي فلمونو سانسور څرنګوالی ناسم تعبیر دی

Image copyright

له هغه وروسته چې د هندي فلمونو خپرېدو ته جواز ورکونکي مشرتابه پلاوي ' سانسور بورډ ' د ' اوړتا پنجاب ' نومي فلم د ۹۴ صحنو لرې کولو غوښتنه وکړه، د یاد فلم د خپرېدو یا نه خپرېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې، خو جوړونکي یې دغې پرېکړې ته تسلیم نه شول.

نندارې ته له وړاندې کېدو یوه میاشت وروسته اوس دغه فلم د کال هغو فلمونو کتار کې دی، چې ډېر عاید یې تر لاسه کړی.

عالیه بټ، چې دغه فلم کې یې مهم رول لوبولی، نندارې ته د دغه فلم وړاندې کېدو ته ډېره باوري نه وه، خو هغه وايي، چې د دغه فلم جوړونکې ډله هغه مهال د سانسور پرېکړې پر ضد ودرېدل او ټینګار یې کاوه، چې نه غواړي یو صحنه هم له دغه فلمه لرې کړل شي.

پوښتنه دا ده، چې د هندي فلمونو د سرټیفېکټ ورکړې پلاوي دا پرېکړه ولې کړې وه چې د دغه فلم ډېرې صحنې دې سانسور شي؟

عالیه بټ وايي:

''اصلاً دا د ۱۹۵۲ کال د سینما د قانون تشریح ده، چې په هر ډول تشریح کېدای شي، ځکه ګونګ دی، موږ ټول د آزاد فکر او د بیان آزادۍ حق لرو، زما په آند خبره بېرته هماغه د قانون تشریح ته ورګرځي، نو دا یا په قانون کې د بدلونونو له کبله ده او یاهم په تشریح کې.''

د قانون تشریح

اړتا پنجاب ته د سانسور بورډ له لوري د نندارې جواز ورکړې په تړاو د د زویا اختر په ګډون یو شمېر هندي فلم جوړونکي وايي، د ازادو صحنو سانسورولو دغه ډول پرېکړه مناسبه نه ده. عالیه بټ مني چې هندیان د سینما په دغه ډول مسایلو کې د نړۍ دنورو هېوادونو پر تله وروسته پاتې دي:

''لکه څرنګه چې یو بالغ کس د رایې ورکولو او واده کولو جازه لري، نو څرنګه د سینما پر پردې دې د کنځلو، نامناسبو الفاظو کارولو یا د وینې تویدو د صحنو د لیدلو اجازه ونه لري. زما په آند دا ډول فکر ناسم دی، نو د سرتیفېکټ معنا دا ده، چې معلومه کړي فلم د کوم عمر لرونکو لپاره دی نه دا چې سانسور دې کړل شي.''

د فلم جوړونکو ټینګار د دې لامل شو چې بالاخره دغه فلم نندارې ته وړاندې شي او لیدونکي یې هم وتوانېدل چې یو داسې فلم وګوري چې د سانسور د تېغ قرباني شوی نه و.

د عالیه بټ په وینا نه یواځې دا، بلکې نندارې ته د فلم وړاندې کېدل هم د هند د سینما صنعت لپاره یوه لویه بریا وه. خو د ډېرو په باور دا به په دې معنا نه وي چې هند کې به له دې وروسته فلمونه نه سانسور کېږي.