شاته

د امریکا په جنګي کښتۍ د یمن څخه بیا برید شوی

د امریکا پوځ وايي چې د چهارشنبې په ورځ په سرې بحیرې کې په امریکايي کښتۍ یو اس اس میسن باندې د یمن څخه راکټ وار شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې راکټ د یمن د هغې سیمې نه وار شوی دی چې د هوثیانو په لاس کې ده.

دا په تیرو څلورو ورځو کې دا دوهم راکټي برید دی چې په سیمې کې په امریکايي جنګي بیړیو باندې کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې امریکايي کښتۍ د برید د خنثی کولو لپاره اقدام کړی او د دفاع لپاره یې د راکټ خلاف راکټ استعمال کړی دی.

هوثي وسله والو د ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن مرکز او ځینې نورې سیمې نیولې دي.

هوثي وسله والو د ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن مرکز او ځینې نورې سیمې نیولې دي.

یو امریکايي چارواکي، د نوم د نه اخیستلو په شرط، د رویټرز خبرې آژانس ته ویلي دي چې نښې نښانې ښيي چې د کښتۍ نه د دفاع په خاطر دې دوهم راکټ د یمن څخه توغول شوی راکټ ویشتی وي.

د دفاع وزارت ویلي دي چې په برید کې کښتي او عملې ته یې تاوان نه دی رسیدلی.

د امریکا په جنګي کښتیو دوهم برید به د امریکا په پوځ فشار دیر کړي چې د برید ځواب ورکړي.

که چیري امریکا د راکټي بریدونو ځواب ورکړي نو دا به دا مانا ولري چې امریکا د لومړي ځل لپاره د هوثیانو په خلاف نظامي اقدام کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې «په مناسب وخت او مناسب ډول به» د برید ځواب ورکړي.

عربستان ادعا کوي چې په یمن کې هوثي یاغیانو ته ایران وسلې ورکوي.

عربستان ادعا کوي چې په یمن کې هوثي یاغیانو ته ایران وسلې ورکوي.

د یمن په جګړه کې امریکا د سعودي عربستان متحد دی. د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د هوثيانو په خلاف بریدونه کوي او غواړي چې د یمن جمهوررئیس عبدربه منصور هادي بیرته واک ته ورسوي.

هوثي یاغیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د ۲۰۱۵ کال راهیسي د یمن مرکز صنعا او ځینې نورې سیمې نیولي. د صنعا د نیولو وروسته جمهوررئیس هادي مجبور شو چې پایتخت پریږدي.