شاته

احمدزۍ:د صنعتي ښارگوټي جوړيدل به مو پانگوالو ته اعتبار لوړکړي

افغان حکومت د غالیو د صنعت د ودې لپاره په افغانستان کې لوی صنعتي او د هستوگنې ښارګوټي جوړوي.

د افغانستان حکومت او د غالیو د صنعتکارانو ټولنې په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې د غالیو د صنعت د ودې لپاره د لویو صنعتي او استوگنې ښارګوټو د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د غالیو د اوبدلو د ټولنې غړېاو په ختيځ زون کې د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشرې شریفې احمدزۍ اشنا راډيو ته وويل،د صنعتي ښا رگوټي په جوړيدو به د دوئ اعتبار لوړ، د غاليو صادرات ډير، داخلي او بهر نيو پانگوالو ته به د غاليو د صنعت په برخه کې د پانگونې لپاره لازمه زمينه برابره شي .

ميرمن احمد زۍ زياته کړه دا مهال ٩٨٠٠ميرمنېله دوئ سره د غالۍ اوبدلو په کارو بار بوختې دي همدارنگه هغې له هيوادوالو وغوښتل د خپل وطن صنعت د ودی لپاره دی بازار کې د خارجي فرشونو پر ځاې وطني قالينی واخلي تر څو ددوئ ستونزې حلې شي .

نوشابې اشنا په ختيځ زون کې دغالۍ اوبدونکو د ټولنې له ريسې شريفې احمد زۍ سره مرکه کړی هغې په پيل دهغو کسانو د شميرې يادونه کړې چې له دوئ سره کارکوي :