شاته

بلخ کې د عاشورا پر ویر کوونکو چاودنه شوې او ۱۴ تنه یې وژلي

د بلخ ولایت چارواکي وايي د بلخ ولسوالي د خواجه غولګ په ګواهي سیمه کې د عاشورا د مراسمو پر ویر کوونکو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ اشنا ته وویل چې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل چې بمب په ریموټ کنټرلېده. عیني شاهدان وايي شاید د تلفاتو شمېر لوړ شي، ځکه د هغوی په خبره د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی.

که څه هم د بلخ چارواکي طالبانو تورنوي چې دا چاودنه یې کړې ، خو هغوی تراوسه څه نه دي ویلي. تر دغه چاودنې مخکې په کابل کې هم د عاشورا پر ویر کوونکو برید وشو چې د رویټرز د خبري اژانس په خبر ۱۸ تنه یې ووژل ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

د داعش ډلې د کابل د برید مسولیت منلی دی.

په کابل کې په ۲۰۱۱ کال کې هم د عاشورا په مراسمو ځانمرګی برید شوی و، چې لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

په افغانستان کې اکثریت سونيان دي، خو شعیه ګان هم شته چې هر کال په عاشورا کې د ویر غونډې کوي او یو شمېر یې لارو او سړکونو ته هم راوځي.

افغانستان د پاکستان، عراق او ځینو نورو غوندې د شعیه او سوني ترمنځ د اختلاف او تاوتریخوالي تاریخ نلري. د ځینو په باور په شعیه لږکیو برید د افغانانو ترمنځ د مذهبي اختلافاتو د راپارولو په موخه کیږي په کابل کې د ۲۰۱۱ کال د عاشورا په مراسمو د برید مسولیت د لشګر جنګوي په نامه یوې ډلې واخیست.