شاته

پاکستان درې طالب مشران نیولي

له پاکستان نه ناتایید شوي راپورونه وايي چې چارواکو په بلوچستان ایالت کې درې طالبان مشران نیولي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي په نیول شویو افغان طالبانو کې احمد الله مطیع چې د ملا منصور د مشرۍ پر مهال د طالبانو د استخباراتو مشر و هم شامل دی. دی په ناني هم مشهوره دی.

د طالبانو اوسني مشر ملا هبت الله ملا ناني د قاضی القضات په توګه ګمارلی و. ملا ناني د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته د ملا منصور د مشرتابه لپاره د نورو طالبانو په یو ځای کولو او همغږي کولو کې مهم رول درلود.

دویم نیول شوی کس سلییمان اغا نومیږي چې د دایکندي لپاره د طالبانو نومول شوی والي و. درېیم کس یې بیا ملا ثاني دی چې په ملا صمد هم مشهور دی، دی د یوې مدرسې مشر او سوداګر و. پر دې سربېره ویل کیږي، چې اته نور طالبان هم نیول شوي، خو د هغوی په اړه لا کره معلومات خپاره شوي نه دي.

د طالانو د یوه تر ټولو لوړ پوړي مطبوعاتي چارواکي ملا امیر خان متقي په اړه هم ویل کیږي چې له څه مودې راهیسې ورک دی او یا یې ځان پټ کړی دی.

تراوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي چې دغه طالب چارواکي په تېرو څو ورځو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي دي. د طالبانو د کوټې شورا هم په بلوچستان فعالیت کوي.

تراوسه د دغو طالبانو د نیولو علت روښانه نه دی، خو پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې هغوی له هغه وروسته ونیول شول چې له افغان حکومت سره یې د سولې له مذاکراتو انکار کړی و.

افغان طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. کابل په وار وار پاکستان تورن کړی چې د طالبانو ننګه کوي او مشران یې په خپلو ښارونو کې ساتي، مګر اسلام اباد د اتورونه نه مني.