شاته

ټرمپ: د گوند د غړیو د ملاتړ پرته بری مشکل دی

د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ پرون د سه شنبې په ورځ د خپل گوند په غړیو په دې وجه سخت انتقاد وکړ چې د هغه ملاتړ نه کوي. ټرمپ وویل چې د هغوي د ملاتړ نه پرته به دا ډیره مشکله شي چې انتخابات وگټي.

ټرمپ په خپل ټوئټر کي د استاځو د مجلس په رئیس پال راین باندي انتقاد وکړ او ویي ویل چې هغه یو ډیر کمزوری او بیکاره مشر دی.

د یادوني وړ ده چې پال راین د ټرمپ د میرمنو په هکله د سپکې تبصری د ویډیو د خپریدو نه ورسته وئیلي وو چې هغه به نور د ټرمپ لپاره کمپاین ونکړي.

له بلې خوا د جمهوري غوښتونکی گوند نورو لوړپوړو او مهمو غړیو د ټرمپ د ملاتړ نه لاس اخیستې دی.

ټرمپ د خپل گوند په هکله دا هم وئیلي دي چې دوي د یو بل ملگریتا نه کوي او د دیموکرات گوند غړي همیشه د یو بل سره ودریږي.