شاته

د روسیې جنگي الوتکو په حلب بیا درنه بمباري کړي

د سوریې د بشر د وضع د څار ډلې وئیلي چې پرون د سه شنبې په ورځ د حلب په ښار چې د اسد د مخالفو قواوو په کنټرول کي دی، د روسیې پوځ یو ځلې بیا سخته بمباري کړیده.

دغه هوايي بمباري زیاتره د بوستان القصر په سیمې شویده.

په حلب کې د اسد د رژیم د مخالفې ډلې مشر زکریا ملحفجي رویټرز ته وویل چې اوس بیا نوي هوایي بمباري چې ډیره سخته ده، شروع شویده.

د سوریې د بشري وضع د څار ډله وایي چې د بوستان القصر په سیمې کې د وژل شوو شمیر لږترلږه ٢٥ تنو ته رسیدلی دی او په لسگونو تنه نور زخمیان دي.

په ورستیو هوايي بریدونو کې د بوستان القصر سیمې ته نژدې لږ ترلږه ٥٠ تنه ملکیان وژل شول. د یادوني وړ ده چې دغې سیمې ټولې د یاغیانو په کنټرول کي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي وئیلي چې په هوايي برید کې یو روغتون او بل د ماشومانو د لوبو پارک لگیدلي.

د بشار اسد او روسیې عسکرو تیره اونۍ د حلب په ښار بمبارۍ کمي کړي وی، او د ملکیانو نه یې غوښتي وو چې د سیمې نه ووځي.