شاته

ټرمپ: د سیالۍ لاس نه اخلم

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د کاندیدانو، دموکراتې هیلري کلنټن او جمهوري غوښتوونکي ډانلډ ټرمپ ترمنځ دویمه مباحثه د امریکا په وخت د یکشنبې اکتوبر په نهمه د یکشنبې په ورځ د سنت لوئیس ښار په واشنگټن پوهنتون کې کیږي.

ډانلډ ټرمپ وروسته له هغه نه هم لوړه وکړله چې دی به له انتخاباتي سیالۍ لاس وانخلي چې دهغه د 2005 کال هغه ویډیو خپره شوله چی د ښځو په اړه ېې له شرم نه ډکې جنسي تبصرې کړې دي او د هغه انتخاباتي مبارزه ېې له جنجال سره مخامخ کړله.

ټرمپ په ۲۰۰۵ کې د یوې تلویزیونې خپرونې دثبت مخکې د ښځو سره تعلقاتو په اړه تبصره کړې ده

ټرمپ په ۲۰۰۵ کې د یوې تلویزیونې خپرونې دثبت مخکې د ښځو سره تعلقاتو په اړه تبصره کړې ده

ټرمپ د شنبی په ورځ په ټوېټر کې ولیکل کې دی به هیڅکله له ټاکنیزې سیالۍ نه ځان ونه باسي. هغه وویل خبري رسنۍ او اوسني واکمن وگړي هڅه کوي چی دده د کاندیدۍ مخه ونیسي خو دی به سیالی پرېنږدي.

ددې نوي جنجال عامل دادی چی د ډانلډ ټرمپ هغه ویډو چې په 2005 کال ېې د ښځو په اړه بې شرمانه جنسي تبصری کړې دي، خپره شوېده.

ډانلډ ټرمپ په دې خبرنه و چې خبرې ېې ثبتیږي. دهغه دغه بې شرمانه تبصرې د ښځو په اړه ددې سبب شولې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمیر مطرح غړي را وپاریږي او له قهر نه ډک ځواب ورکړي، خو ډانلډ ټرمپ وايی دی به هیڅکله له دې سره موافقه ونکړي چی له خپلی کاندیدۍ تیر شي.

یوشمیر محصلین ددغی ویډیو په برخه کې داسی تبصری کوي چې مباحثه اوس د جدي ټولنیزو مسایلو په برخه کې نده چې دوئ به داسی هیواد جوړ کړي چې په آېنده کې پرمخ لاړ شي. او یا د ټرمپ نه د تیر یونیم کال راهیسی همداسی خبرې اوري.

د ډانلډ ټرمپ ددغو ویډیويی تبصرو له امله یوشمیر جمهوري غوښتونکو له هغه نه ځانونه لری کړل او حتی ځینی نورو د هغه د گوښه کیدو غوښتنه وکړه. نور خو لا څه چی د ډانلډ ټرمپ خپل مرستیال مایک پنس هم د هغه دا تبصرې توجیه نکړلې.

د متحده ایالاتو د استازو د خونې رئیس پال راین وویل چی دی د ډانلډ ټرمپ په دې خبرو ډېر ځوریدلی دی او د ټرمپ هغه دعوتنامه يي رد کړله چې دی ېې د شنبی په ورځ د ویسکانسن ایالت د مني جشن ته بللی و.

خو میلیاردر ډانلډ ټرمپ وویل خبري رسنۍ او اوسني واکمن وگړي هڅه کوی چی دده د کاندیدۍ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړله چې د ویډیو د خپرولو په اړه تبصری یوازې ددې لپاره کیږي چی د خلکو پام په دې پاتې ورځو کې له انتخاباتو نه بل لوري ته واړول شي.

له بل پلوه، د جمهوري ریاست د دموکراتې نوماندې هیلري کلنټن هغه خصوصی خبرې د ویکي لیکس له خوانه په برالا شویو ایمیلونو کې راڅرگندې شوې دي چې هغې پکې شخصي پانگوالو، بانک لرونکو او د لویوشرکتونو اجرايی مدیرانو ته کړې وې.

د هیلري د ایمیلونو په اړه ویکي لیکس نوي معلومات افشا کړي دي

د هیلري د ایمیلونو په اړه ویکي لیکس نوي معلومات افشا کړي دي

په دغو افشا شوو ایمیلونو کې د هغې پخوانی دریځ له اوسني دریځ سره چې د ټاکنو په مبارزه کې ېې د ټولنې د متوسط قشر په اړه لري، ډېر توپیرلري.

میرمن کلنټن د وال سټریټ اوریدونکو ته دا خبرې مخکې له هغه وخت نه کړې وې چې هغه لا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نه وه کاندیده. ددې خبرو لنډ ټکي له هغو ویناگانو نه اخیستل شوي دي چی هغې د بندو دروازو ترشا کړې وې.

د هغې دانتخاباتي مبارزې مرستیالانو لیکلی دي چی د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د بې خونده سیاسي معاملاتو په اړه خپل نظر څرگند کړې دی. هغې د جایدادونو پانگوالو ته ویلی دی چی تاسی هم شخصی او هم رسمي دریځ دواړو ته اړتیا لرئ. داهغه وینا ده چی د هغې سیاسي مخالفین ېې د هغې خلاف استعمالولی شي ځکه هغوئ د ډېرو کلونو راهیسی پر هیلري کلنټن نیوکې کړې دي چې هغه د باور وړ نده.

سره لدې چې د راپورونو پراساس ددغو افشاشویو ایمیلونو محتویات تصدیق کیدلې نشي خو د هغې دانتخاباتي مبارزې دفتر ددې خبرو ځوابونه ویلی دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.