شاته

افغان پوځ وايي په اوو میاشتو کې یې د داعش ۷۶۷ جګړه ماران وژلي

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال برید جنرال محمد علي شجاعي وايي چې د روان لمریز کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د ختیځو څلورو ولایتونو سربېره، په پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو کې څه د پاسه زر داعش او طالب جنګیالي وژلي دي.

هغه وايي" ددې کال له پیله تر اوسه۷۶۷ داعش جنګیالي وژل شوی او ۲۴۸زخمیان دي او همدا شان ۳۵ یې ژوندي نیول شوي دي. په دغه موده کې ۳۲۶وسله وال طالبان هموژل شوي،۵۵۰ زخمیان شوي او ۸۹ طالبان ژوندی نیول شوي دي."

هغه وايي په دغه موده کې یې ټول ټال له ۷۰ډېر هوايي، ځمکني ګډ او ځانګړي عملیات کړي چې په هیڅ عملیاتو کې یې سرتیري تش لاس نه دي راستانه شوي.

ښاغلي شجاعي خبریالانو ته دا خبره هم وکړه چې په دغه موده کې ۷۰ حکومتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو پسې یې د ننګرهار په کچه د شفق سېلاب په نوم د عملیاتو تازه لړۍ هم پیل کړې ده "ددغو عملیاتو په لړ کې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د اچین په ولسوالۍ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي دي. په هغو سیمو کې چې داعش بیا ځلې مرکزونه جوړل له منځه وړي او د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي."

د سېلاب قول اردو مرستیال زیاتوي چې داعش سره دمبارزې او ددې ډلې دله منځه وړلو لپاره یې د ملي اردو۵۰۰ کسیز کنډک په ننګرهار کې ځای پرځای کړی چې داړتیا پرمهال یواځې دداعش پر ضد جنګېږي؛ خو ددغه کنډک په اړه یې ډېر تفصیلات ور نه کړل.

هغه وویل چې په ننګرهار کې د داعش ډلې پخوانی زور نه دی پاتې او هغو سیمو کې چې داعش جنګیالي فعال دي د افغان قواوو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې به یې له منځه وړي.

خو سیمه ییز قومي مشران په شینوارو کې د داعش ډلې پر وړاندې شوي عملیات بریالي نه ګڼي او غوښتنه یې داده چې حکومتي سرتيري ګټلې سیمې د تل لپاره وساتي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو دغه لوړپوړی چارواکی پر داسې مهال د ختیځ په کچه په تېرو اوو میاشتو کې د دومره ډېرو داعش او طالب وسله والو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي،چې په دې وروستیو کې د ننګرهار د شینوارو یو شمېر ولسوالیو کې داعش ډلې بیا ځلې یو شمېر هغه سیمې نیولي چې د عملیاتو په لړ کې یې ترې د اسلامي دولتوسله وال ویستل شوي وو.