فراهي: زابل کې یو ځانوژونکی هدف ته ترسېدو مخکې وژل شوی
د زابل په مرکز کلات ښار کې یو ځان وژونکی بریدګر هدف ته د رسېدو مخکې د خپلو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې وژل شوی.
د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبې غرمه یوه بجه د کلات بازار د ګازو ډبو په یوه دوکان کې د یوه ځان وژونکي د چاودیدونکو موادو ډک واسکټ چاودنه کړې چې خپله یاد کس وژل شوی او درې نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د فراهي په وینا یاد ځانوژونکي غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي، خو هدف ته تر رسېدو مخکي يې چاودیدونکو موادو چاودنه وکړه او ووژل شو.
د زابل د امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې دوام لري.
تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې تبصره نه ده کړې.