شاته

کاري فرصتونه څنګه رامنځ ته کېدلی شي؟ 

که د افغان ځوانانو د ستونزو خبره کېږي نو بې کاري په کې لومړی یادېږي.

رښتیا هم ګڼ شمېر افغان ځوانان اوس بې کاره دي، ځیني چې کار پیدا نه کړي، ګاونډیو هېوادونو یا اروپا ته په خطرناکو لارو قاچاقي سفرونه کوي چې خپل ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

ګڼ شمېر ځوانان چې بې کاره دي، حکومت ګرم ګڼي چې دوی ته یې د کار زمینه نه ده برابره کړې، خو تر یوه حده دوی هم ګرم دي، ځکه هڅې یې نه دي کړي او خپله یې کاري فرصتونه نه دي برابر کړی.

د اوسنۍ نړۍ ډېر شتمن کسان یو وخت بې کاره و، دوی په دې تمه کېنناستل چې حکومت به کار ورته پیدا کړي، بلکې خپله یې یو وړوکی کار پیل کړ چې اوس په میلیاردونو پانګه لري.

دوی کوډې ونه کړې، یوازې هغه مفکورې او طرحې چې په ذهنونو کې یې وې، عملي یې کړې، اوس دومره شتمني لري چې ټولولی یې نه شي.

افغان ځوانان هم طرحې او مفکورې لري، خو دوی یې بیا د عملي کولو زړه نه کوي.

د شتاب افغانستان د تجارتي او ټولنیزو نوښتونو مرکز اوس له هغو ځوانانو سره مرسته کوي چې مفکورې او طرحې لري.

دوی ځوانانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي چې خپلې طرحې په عملي تجارت بدلي کړي.

د شتاب افغانستان د تجارتي او ټولنیزو نوښتونو د مرکز مشر اجمل پیمان وايي، دوی هڅه کوي ځوانانو ته د تجارت لار پرانېزي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئfacebook.com/TandySangy <http://facebook.com/TandySangy>
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئhewadm@rferl.org <http://hewadm@rferl.org/>
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.