اردوغان د اعدام سزا ستنولو پلوي ښودلې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که چېرې "خلک د اعدام سزا وغواړي، حکومت به یې هېڅکله رد نه کړي".
نوموړي دا څرګندونې ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته کړې دي.
اردوغان دا څرګندونې له استانبول بهر خپلو پلویانو ته په یوه وینا کې کړې دي.
د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړی، که چېرې ترکیه د اعدام سزا بیا پیل کړي، نو په دې ټولنه کې به یې د غړیتوب هڅې پای ته ورسېږي.
د تېرې جمعې په شپه ترکیه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته، زرګونه پولیس افسران، پوځي مامورین او قاضیان نیول شوي، توقیف شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.
اردوغان وايي، د ښکاره خیانت جرم شوی، چې حکومت به د اعدام سزا بېرته پیلولو غوښتنې ته د رد ځواب ونه وايي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري.
دی وايي، د هېواد د ولسمشر په توګه د پارلمان له هر ډول پرېکړې سره موافق دی.
خو د خلق دیموکراتیک ګوند پارلماني غړي وايي، دوی به د اعدام سزا د ستنولو له هڅو او غوښتنو سره کلک مخالفت وښيي.
اردوغان وايي، د اعدام سزا عملي کېدل د خلکو غوښتنه ده:
"له ګڼو ترهګریزو پېښو وروسته اوس خلک دا نظر لري چې ترهګر باید ووژل شي، په عمري بند کې دوی کومه ګټه نه ویني، ځکه ولې په زندانونو کې د ډېرو کلونو لپاره دوی ته ډوډۍ ورکړو".
اردوغان یوځل بیا له امریکا نه د ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن د سپارلو غوښتنه کړې. ښاغلی ګولن د ولسمشر اردوغان ټینګ مخالف دی. ترکي چارواکي ګولن د ناکامې کودتا په هڅو تورنوي.
ګولن له څو کلونو راهیسې امریکا کې د تبعید ژوند کوي.
ښاغلي اردوغان ټنیګار کړی، چې امریکا بایدا ګولن وروسپاري، ځکه چې په وینا یې "دا ډول ترهګر باید ونه ساتل شي".
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، ترکیه باید د ښاغلي ګولن پروړاندې د "تورونو پرځای ثبوت" وړاندې کړي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د دوشنبې په ورځ یې نژدې ۹۰۰۰ پولیس افسران له دې کبله ګوښه کړي، چې ګني د کودتا په هڅو کې یې لاس درلود.
امریکا ته په اشارې سره، اردوغان وویل: "موږ د مجرمینو د سپارلو ګډه هوکړه لرو، اوس موږ د یوه کس د سپارلو غوښتنه کوو. ته زما ستراتیژیک شریک یې باید زما غوښتنه ومنې، باید په دا ډول چارو کې تبادله وي".
ګولن د اردوغان د حکومت ضد ناکامې کودتا کې هر راز لاس لرل رد کړي.
د ترکیې د عدلیې وزیر بکر بوزداغ وړاندې ویلي وو، ګڼ کسان یې نیولي او لاهم د "پاکوالي عملیات" دوام لري.
خو مخکې د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدریم دفتر ویلي وو، تر دویم خبراوي پورې ټولو دولتي کارکوونکو ته د پسرلنیو رخصتیو د لغوه کېدو اعلان شوی دی.
د ترکیې د ناکامې کودتا هڅه او نښتو کې لږترلږه ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.