شاته

داکټران د کندزد حوزوي روغتون څخه وتلي

پرون مازیګر د کندز حوزوي روغتون په انګړ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله شوې چې په ترڅ کې يې د روغتون پر ودانۍ راکټونه ولګیدل او د دغه روغتون ډاکټرانو او طبي پرسونل هم کار پریښود.

د کندز د عامې روغتیا سرپرست رئیس عبدالحمید علم امریکاغږ ته وویل چې پرون د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د روغتون په انګړ کې د ډزو له امله ددغه روغتون ډاکټرانو کار درولی دی.

هغه زیاته کړه چې د جګړې په جریان کې له دغې موقع څخه ددوي داکټرانو استفاده کړې او له روغتونه وتلي دي، هغه زیاتوي چې که همداسې د روغتون انګړ د جګړو ډګر وي نو فکر نه کوي چې ډاکټران به بیرته خپلو کارونو ته راوګرځي.

داکټر عبدالحمید علم وايي چې تر اوسه پورې ۲۱۰ تنه د جګړې ټپیانو سره مرسته کړې چې تقریبا له ۱۵۰ څخه زیات یې بستر شوي او نور له مرستو وروسته رخصت شوي دي.

هغه د کندز په روانو جګړو کې د وژل شوو کسانو د شمیر په باب څه ونه ویل.

خو ډاکټر عبدالحمید علم وویل چې کندز ته اوس مهال د دفاع وزرات طبي ټیمونه رارسیدلي، کیدای شي چې له دې وروسته د زیات شمیر مریضانو تداوۍ ته ورسیدلای شي.

تیره شپه په کندز کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ شدیده جګړه وشوه، خو د ښار په هیڅ برخه کې هیڅ ډله مخکې نه ده تللې.

د کندز د والي ویاند محمود دانش وايي چې دوي اوس د جګړې لپاره په پلان جوړولو بوخت دي، د جګړې په اړه تازه احوال نه ورکوي خو تاییدوي وي چې د کندوز د ښار په څلورو خواو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ ډزې تبادله کیږي.

په کابل کې د قاطع ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندز د نیولو لپاره د طالب وسله والو هڅې په شاتمبولي دي.

ددغه ماموریت له خوا د ټویټر په پآڼه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې افغان ځانګړي ځواکونه د کندز د ښار په څو لرو پرتو برخو کې د طالب وسله والو څخه د سیمو د پاکولو په عملیاتو بوخت دي.

په دغه بیان کې ویل شوي چې نور افغان ځواکونه د کندز په عملیاتو کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته په لار دي.

طالبانو د کندز تیرې شپې د جګړو په هکله تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.