شاته

ولسمشر غني له بروکسل څخه ډک لاس کابل ته راستون شو

د افغانستان ولسمشر د بروکسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې د ۱۵.۲ میلیارد ډالرو مرستو د ژمنې له ترلاسه کولو وروسته، نن سهار کابل ته راستون شو.

د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې، له اویاو څخه د زیاتو هیوادونو مشرانو او شلو نړیوالو ادارو تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې د ۱۵.۲ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون ماښام د بروکسل کنفرانس پای کې د اروپایي ټولنې مرستیالې او د بهرني سیاست مسوولې مېرمن فیدریکا موګریني سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ او د بروکسل د غونډې نتایج یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره د قناعت وړ وبلل.

د اعلامیې له مخې، په دغې خبري ناسته کې ولسمشر غني د بروکسل د غونډې د بریالیتوب لامل د افغان حکومت او اروپایي ټیمونو د ګډ کار او نه ستړي کېدونکو کوښښونو نتیجه بللې ده.

آغلې موګرینې وویل، چې د بروکسل غونډې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ څرګند کړ، تر څو په قوي، پایداره او ښه توګه د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.

آغلې موګریني د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل "د افغانستان د خلکو د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې پانګونه په حقیقت کې په بین المللي ثبات کې پانګونه ده".

د افغانستان ولسمشر په دې غونډه کې ژمنه کړې، چې له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره به نن لاس په کار شي.

ولسمشر غني وویل "د نړېوالې ټولنې له تازه ژمنو سره به د افغانستان د لوري کار سبا پیلېږي او د ډاډ وړ پرمختګ، قابلیت، حرکت، امانتداري او شفافیت د دې پروسې د پرمخ بېولو لاملونه دي".

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش، د بروکسل د غونډې له پای ته رسیدو وروسته، په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بروکسل په غونډه کې د نړېوالې ټولنې پریکنده او هراړخیز ملاتړ د دې ترڅنګ چې افغانانو ته د یو روښانه راتلونکي زیری ورکوي، د افغان دولت پر اوږو یې درانه مسؤولیتونه هم ایښي دي.

ښاغلي دانش ټینګار کړی، چې د ملي یووالي حکومت باید په جدي توګه د خلکو د هوساینې او په ټولو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو او د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره کار وکړي.

په اعلامیې کې د ولسمشر د دویم مرستیال له قوله لیکل شوي، چې د ملي یووالي حکومت باید له برابر شوو فُرصتونو څخه په سمه توګه او زیاته ګټه پورته کړي.