شاته

ناپیژاندو وسله والو خوست کې یو وزیرستانی قومي مشر وژلی

ولايتي چارواکي وايي، چې تیره شپه په خوست کې د وزيرستاني کډوالو يو تن قومي مشر ناپېژانده وسله والو ويشتلی او وژلی دی.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، دغه قومي مشر حاجي عمرخان وزير تېر ماخوستن شاوخوا اته بجې د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې په خپل کور کې دننه وژل شوی دی.

ځدراڼ وويل، چې د پېښې د څېړنې په خاطر د کمپ دننه پوليسو پلټنې پيل کړي، خو زياته يې کړه، چې تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د وزيرستاني کډوالو يو بل قومي مشر حاجي عمرالدين وزير، چې په کمپ کې اوسېږي، امريکاغږ ته وويل، چې بريد کوونکي دوه کسان وو او پياده د عمرخان وزير کور ته ورغلي او هغه يې وژلی دی.

نوموړي وويل، چې په کور کې نور نارينه څوک نه وو او وسله وال له بريد وروسته له کوره وتلي او د شپې له تيارې څخه په ګټې اخيستنې سره يې د کمپ په کوڅو کې ځانونه پټ کړي.

هغه وويل، وژل شوي قومي مشر عمرخان وزير له چا سره ښکاره کومه دښمني نه درلوده او له همدې کبله تراوسه د هغه نږدې خپلوان هم ددې پېښې پر اصلي علت نه پوهېږي.

خو په دغه کمپ کې دیره یو شمیر مشرانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې حاجي عمرخان وزير د پاکستان د هغې غوښتنې سره مخالف وو چې په کې یې له وزیري ګډوالو شمالي وزیرستان ته د ستنیدلو غوښتنه شوې وه.

دغو مشرانو وویل، چې نه خو حاجي عمرخان وزيرشمالي وزیرستان ته ستنیدل غوښتل او نه یې نورو ته د دغسې کار ترسره کولو مشوره ورکوله.

پاکستان پوځ د روان عیسوي کال په سر کې افغانستان ته د راکډه شوو وزیري کډوالو وغوښتل چې بیرته خپلو سیمو ته ورستانه شي او که نه له هغوی به د پاکستان تابعیت واخیستل شي.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې وزیرستاني کډوال په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو د پوځي عملياتو له امله خوست ته راغلي، ددغه قومي مشر وژل کیدل د وزیري کډوالو په منځ کې په خپل ډول کې لومړۍ پېښه پېښه بلل کېږي.

تر اوسه ددغه وزيرستاني قومي مشر د وژنې مسووليت چا پرغاړه ندی اخيستی.

د افغانستان په دوو سرحدي ولایتونو خوست او پکتیکا کې نږدې څلویښت زره وزیري کورنۍ د کډوالۍ ژوند تیروي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.