شاته

د عراق او ترکیې ترمنځ جنجال او د موصل په نیولو یې اغیزه

عراق او ترکیې ترمنځ په دې اختلافات پیدا شوي چې آیا ترکیه د موصل د نیولو په عملیاتو کې برخه واخلي او که نه.

د عراق حکومت غواړي چې د داعش نه د موصل د نیولو لپاره په نږدې راتلونکې کې عملیات پيل کړي.

د عراق جمهوررئیس د چهارشنبې په ورځ ترکیې ته خبرداری ورکړ چې په عراق کې د ترکي پوځیانو موجودیت به سیمه ییزه جګړه راوپاروي.

د موصل سره نږدې د ترکيې د ۱۰۰۰ پوځیانو قوه پرته ده. ترکیې ویلي دي چې دغه عسکر د ترکیې د ګټو د ساتلو لپاره په عراق کې دي.

دغه عسکر د موصل د نیولو لپاره کردان او سنیان هم روزي. ترکیه غواړي چې عسکر یې د موصل په نیولو کې برخه واخلي. خو عراق بیا ویلي دي چې د ترکیې عسکر دې د عراق نه ووځي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ مناسبات هغه مهال لاپسې خراب شول چې د ترکیې پارلمان تیره اونۍ په عراق کې د یو کال لپاره د ترکي عسکرو د موجودیت په طرفدراۍ رایه ورکړه.

د چهارشنبې په ورځ د عراق حکومت په بغداد کې د ترکیې سفیر ته احتجاج وکړ. عراق پارلمان هم په عراق کې د ترکیې د عسکرو موجودیت وغانده.

د عراق صدراعظم وویل چې که چیري ترکیه په عراق کې خپل عسکر وساتي نو د سیمیزه جګړې خطر شته. هغه وویل چې «یو ځل بیا یې انقرې ته [په موصل کې] د مداخلې په اړه خبرداری ورکړی دی.»

په واشنګټن کې د سیاسي چارو کارپوه مایکل نایټس وايي چې دغه اختلافات به وضعیت لاپسې پيچلی کړي.

نایټس وویل «مشکل دا دی، چې دوی به د موصل د نیولو وروسته به دوی [ترکان] څه کوي؟»

هغه زیاته کړه چې آیا ترکان به د «څینو ډولو نه ملاتړ وکړي.» پخوا هم د ترکیې پوځیان څو ځلې عراق ته وراوښتي وو.