شاته

بروګسل کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو ژمنې وشوې

د بروګسل په غونډه کې د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه او له افغانستان سره یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د میلیاردونو ډالرو او دوامداره مرستو ژمنې وکړې.

دغه مرستې به تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ته ورکول کیږي، چې د بیا رغونې او نور چارو کې به لګول کیږي. په همدې حال کې په غونډه کې پر طالبانو یو وارې بیا غږ وشو چې جنګ پرېږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون په ګډون د شاوخوا ۷۰ هېوادنو له استازو سره ولیدل اوخبرې یې ورسره وکړي.

د اروپايي ټولنې مشر فدریدکا مغیراني اعلان وکړ چې د غه ټولنه له افغانستان سره د کال ۱.۲ میلیارده ایرو مرسته کوي، هغه هیله وښوده چې نورې ټولنې او نور هېوادونه دې هم له افغانستان سره ورته مرستې وکړې.

اخوا، په غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وشوې او ښاغلي مغیراني وویل چې اروپايي ټولنه به په دغه برخه کې هم همکاري او مرسته وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر طالبانو غږ وکړ چې د حزب اسلامي لاره تقیب کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي. ولسمشر غني بیا د فساد پر ضد د اقداماتو تازه ژمنې کړي دي.

د اروپایی ټولنې د بهرني سیاست مشرې وویل "نن موږ خپله دا ژمنه چې د افغانانو ترڅنگ به په متحده توگه ودریږو بیا تازه کوو. ټوله نړیواله ټولنه او د سیمې مهم هیوادونه په افغانستان کې د باثبات بدلون او د هغو ډلو د ځپلو لپاره چې د پرمختگ او روغې جوړې سره مخالف دي، په متحده توگه دریږي. دا یو آسان بهیر ندی، خو زموږ ټولو لپاره حیاتي مسئله ده او موږ ټول اړتیا لرو چې د افغانستان لپاره پر یوې نوي معاملې ژمنه وکړو."

د نړیوالې ټولنې دا ژمنه د افغان جمهور رئیس اشرف غني لخوا وستایل شوه. هغه وویل"د آزادۍ دښمنان پر ورځني خبرونو اغیز اچولی شي، خو زموږ د عزم پروړاندې خڼډ نشي جوړولی، د یو قوي دولت، اقتصادي بازار او ټولنیزو بڼسټونو د جوړولو څخه چې د یو آزاد ولس او یو خپلواک هیواد اړتیا ده، زموږ عزم او پام نشی اړولی دی."

په غوڼډه کې د اقتصادي پرمختگ لپاره د سولې پر اهمیت هم ټینگار وشو. د اروپایي شورا رئیس دونالد تسک وویل "اقتصادي مرسته ډیر ښه کار دی، خو تر هغې مهم کار د هغو کسانو څخه ملاتړ او مرسته کول دي چې د سولې لپاره هڅې کوي. د تاوتریخوالي د فضا ختمیدل به د سیمې د هر یو هیواد په گته وي.په همدې خاطر زه له ټولو هیوادونو څخه غواړم چې د یو با ثباته افغانستان د گټې لپاره مسؤلانه چلند وکړي."

د بروګسل کنفرانس له ترکیې وروسته د افغانستان د مرستو لپاره تر ټولو ستره او لویه غونډه بلل کیږي.