شاته

له کندز څخه په سلګونو کورنۍ د وتلو په حال کې دي

په کندز کې افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري، چې له امله یې له دغه ښاره په سلګونو کورنۍ د وتلو په حال کې دي.

د کندز د چوک په سر باندې د ځانګړو قواو په شمار څو سرتیري او ټانکونه ولاړ دي، د عمومي چوک په سر د افغانستان بیرغ رپیږي خو د ملي ځواکونو منصبداران د چوک شاو خوا په امن ځایونو کې ناست دي.

د چوک د شرق له لوري کله کله پر عمومي چوک د طالبانو له خوا ډزې کیږي، چې د ضربتي قواو له خوا یې په دهشکه ځواب ورکول کیږي.

د کندوز د ښار په ځینو تعمیرونو کې اوس هم د دولت مخالف وسله وال ځای پر ځای دي، او هغه طالب وسله وال چې په تیرو دریو ورځنیو جګړو کې ستړي شوي له سیمې ووځي او تازه دم طالب وسله وال ښار ته د داخلیږي.

د جګړې په اوږیدیدو سره عام خلک چې تر اوسه یې په کورونو کې ځانونه ساتلي وو له کورونو راووځي او غواړي له دغه ولایت څخه نورو ولایتونو ته لاړ شي.

د کندوز دوالي ویاند محمود دانش وايي چې د ښار شاوخوا سیمه کې لا هم له وسله والو سره جګړه جریان لري خو تمه لري چې تر مازدیګره به د کندز په امنیتي وضعیت کې د افغان ځواکونو په ګټه بدلون راشي.

د کندز یو تن اوسیدونکی نصیر وايي چې دوی غواړي له کندز څخه ووځي ځکه چې په تیرو دریو ورځو کې افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ ونه کړ.

هغه زیاتوي "افغان ځواکونه د ونو او دیوالو سیورو ته پراته دي که طالب ورته مخامخ شي ډز پرې کوي او کنه د دیوالو سیورو ته خوبونه کوي".

د کندز ښار یو بل اوسیدونکی خالد وايي چې د یو ملګري په کور کې بند پاتې وو، چې بلاخره نن وتوانیده چې د جګړې له سیمې راووځي هغه زیاتوي چې غواړي کورنۍ له ښار څخه وباسي.

نصیر او خالد دواړه له ښار څخه د وتلو علتونه یوازې جګړه نه ګڼي بلکه وايي چې د کندز پر ښار بریښنا قطع ده، اوبه نشته، خوراکي مواد نه پیدا کیږي او که پيدا هم شي بیه یې لس برابره لوړه ده.

له کندز څخه د وتلو لپاره خلک اوس د دورې سر ته په هغه دښته کې راټولیږي چې نوی اباده شوې ده. له دغه ځای څخه د تخار، بغلان، بدخشان، کابل، او مزار موټرونه په لوړه بیه سورلۍ وړي.

له کندز څخه بغلان ته د یو تن کرایه چې پخوا سل افغانۍ وه، اوس پنځه سوه ته لوړه شوې، کابل ته کرایه شپږ سوه یا زر افغانۍ وه اوس تر څلورو زرو پورې لوړه شوې ده.

خالد وايي چې د کندز له ښار څخه د وتلو لپاره موټر نه پیدا کیږي چې دوی په کې خپله کورنۍ وباسي.

په کندز کې لا هم جګړه روانه ده

ددې سره سره د کندز په ښار کې د جګړې په لیکو کې د دواړو خواو ترمنځ د جګړې په لیکو کې کوم بدلون نه دی راغلی او په جګړه کې دواړو ښکیلو خواو خپل د تیرې ورځې موقعیتونه ساتلي دي.

خو طالبانو ویلي چې د کندز په ښار کې یې د ښار د امنیت ریاست ودانۍ نن نیولې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د کندز بالاحصار او د باغ شرکت قرارګاه طالب وسله والو ترمحاصرې لاندې دي.

طالبانو د کندز په باب په یوه بله اعلامیه کې چې تیره شپه یې خپره کړې ویلي، چې د کندز ښار درییمه امنیتي حوزه، د خان آباد بندر، د امام صاحب بندر او هم د بالاحصار شاخوا سيمې، د ملي امنیت د ریاست د ودانۍ شاخوا سیمې، شرکت، د والي د دفتر شاخوا سیمې او دښار ټولې وتونکي لارې د طالب وسله والو په کنترول کې دي.

بغلان کې د طالبانو د یو قوماندان د وژلو ادعا

پولیسو په بغلان کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم غړی وژلی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په بغلان ولایت کې د سلام ازبک په نوم د طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
له دغه وزارت څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې تیره ورځ وسله‌ولو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نیازالله، زوړ ښار او افغان تپې د کلیو پر امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې ۱۶ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.
د اعلامیې له مخې، په وژل شوو وسله والو کې د سلام ازبک په نوم د د بغلان لپاره د وسله‌والو طالبانو قوماندان هم شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت په دغې اعلامیې کې پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.