شاته

افغان ځواکونه د هلمند د خانیشن ولسوالۍ نه ووتل

ولایتي مقامات وايي چي امنیتي ځواکونو په ګرمسیر ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د لنډې مودې لپاره له خانشین څخه شا تګ کړی خو ژر به بیرته دغې ولسوالۍ ته افغان ځواکونه ستانه شي .

له دوشنبې راهیسی دا په هلمند کې تر ناوې وروسته دوهمه ولسوالي ده د افغان دولت له لاس څخه وځي . د لښکرګاه په جنوب کې د ډيورنډ کرښي سره نږدې د خانشین ولسوالۍ په اتو میاشتو کې دننه د دریم ځل لپاره سقوط کوي .

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک د سه شنبې په ورځ په لښکرګاه کې یوې خبري غونډې ته وويل چي د خانشین په ګاونډ کې د ګرمسیر ولسوالۍ د امنیتي کمبر بند د غښتلي کیدو تر وخته دوی د خانشین له مرکزي سیمو څخه وتلي دي، خو ممکن ژر بیرته دغه ولسوالي تر خپلي ولکې لاندي را ولي .

ښاغلي ځواک وویل "د موقت وخت لپاره هغه قطعات چي په خانشین کې وو د نظامي شورا د پرېکړې له مخکې چي والي يې په راس کې دی، را وتلي او د ګرمسیر په ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي چې هلته دښمن ځپل کېږي دا ځواکونه به ګرمسیر کې وي خو تر هغه وروسته موږ بې له کوم مشکل څخه خانشین بیرته نیولی شو او ژر به پکې ملکي او نظامي اداره بیرته بیا فعاله کړو ."

ګرمسیر دهلمند په جنوب کې مهمه سیمه بلل کیږي چي د لښکرګاه په شمال کې تر ښوراب پوځي اډې وروسته د هلمند په سطحه د نړیوالو ځواکونو دوهمه ستره پوځی قرار پکښې ده .

د ناوې ولسوالۍ په اړه د هلمند ولایتي مقامات وايي چي د دغې ولسوالۍ د بیرته تر لاسه کولو لپاره يې ځمکني او هوايي بریدونه کړې چي ۱۴ تنه د دولت وسله وال مخالفین پکښې وژل شوي.

د هلمند د والي ویاند وايي چي د ناوې ولسوالۍ پر مرکز لاهم هیڅ یو لوری واک نلري.

د دې سره تر څنګ د لښکرګاه ښار په دویمه امنیتي حوزه کې هم د دولت وسله والو مخالفو طالبانو پر امنیتي پوستوباندي بریدونه کړې چي د چار واکو په وینا دوو امنیتي پوستو سقوط کړی دی شپږ پوليس پکښې وژل شوي او څلورنور پکښې ټپیان دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي