د هند په لور دپاکستاني سیاسي گوندونو دکنفرانس اجندا
د دغه کنفرانس یوازنی اجندا چې د څو ساعتونو دپاره یې دوام وکړ، د هند په وړاندې لازمی تدابیر و.
د پاکستان ټول سیاسي مشران د هند په وړاندې د لازمو تدابیرو په اړه خبرو ته را ټول شوي و. پدې کنفرانس کې د گڼو سیاسي گوندونو مشرانو خبرې وکړې. پدې ترڅ کې د پاکستان پیپلز پارتی د گوند مشر بلاول بوتو زرداري د وینا په ترڅ کې وویل چې مونږ نه غواړو چې خپل منځي اختلافات مو د کشمیر مسلی ته تاوان ورسوي او پدې برخه کې باید یو موټی او یو نظر شو.» تر دې وړاندې د نورو گوندونو مشرانو هم د خبریالانو سره پدې تړاو چې د هغوی پر مخ تړلی د بندو درواز تر شا یو کنفرانس و معلومات ورکړل.
په آخر کې د ټول شاملو گوندونو له خوا یوه گډه اعلامیه هم خپره شوه چې مهم ټکي یې دا دی:
-نړیواله ټولنه او ملگري ملتونه باید د کشمیر په اړه د شویو موافقو تطبیق ته پام واړوي-
-د کشمیریانو وژنه غندو او خلکو سره یی د سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ دپاره تل دریدلي يو-
-اوسني ملي مخالفتونه باید پای ته ورسوو-
-د هند دا پریکړه، چې د اوبو څخه د وسلی په توگه کار اخلي، غندو-
-د هند د وروستیو پارونکو اعمالو په وړاندی باید یو موټی او په ملی اتحاد سمبال گډ دریځ غوره کړو-
-دهند لاسوهنی په بلوچستان کې په کلکه غندو-
-د هند دا اقدام چې غواړي په سیمه او پاکستان کې بي ثباتي رامنځته کړي، په کلکه غندو-