BBC
 شاته

پر کرزي لفظي برید؛ د افغانستان ملي امنیت سلاکار توند غبرګون

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د سولې عالي شورا پخواني رییس برهان الدین رباني د تلین په غونډه د دغه هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرضد شعارونه په کلکو ټکو غندلي دي او هغه یې د "بهرنیو استخباراتو" کار بللی دی.