BBC
 شاته

یوه افغان د جرمني په اورګاډي کې پر مساپرو برید کړی

Image copyright Reuters

د جرمني چارواکي‌ وايي‌ یو افغان کډوال چې په تبر او چاړه سمبال و د دغه هېواد په جنوب کې د یوه اورګاډي پر مساپرو برید کړی او ۴ کسان یې ژوبل کړي دی.‌

نوموړی د پولیسو لخوا وژل شوی دی.

پولیس وايي‌ د ورزبورګ په دغه برید کې ۳ کسان سخت ټپیان دي او یو کس لږ ټپي دی.‌

په لومړنیو رپوټونو کې داسې ویل شوي‌ و چې ګواکې ۲۰ کسان ټپیان شوي‌ دي خو وروسته معلومه شوه چې ۱۴ کسان د شوک له امله تر درملنې لاندې دي.

Image copyright EPA
Image caption یو شمېر عیني شاهدانو ځایي رسنیو ته ویلي چې د برید پر مهال بریدګر "د الله اکبر" نارې وهلې.

د دغې برید اصلي لامل لا نه دی معلوم.

د جرمني یوه چارواکي ځايي‌ رسنیو ته ویلي چې بریدګر یو ۱۷ کلن افغان کډوال و چې د اخسنفورت په ښار کې اوسېده.‌

نوموړی اروپا ته یوازې راغلی و.

یو شمېر عیني شاهدانو ځایي رسنیو ته ویلي چې د برید پر مهال بریدګر "د الله اکبر" نارې وهلې.

پولیس وايي‌ چې بریدګر له اورګاډي‌ وتښتېد خو افسرانو تعقیب کړ او په ډزو یې ووژلو.

د پولیسو په وینا په اورګاډي کې د تبر او چړې دغه پېښه په ځایي وخت د شپې پر نهو بجو او ۱۵ دقیقو د ورزبورګ تمځای ته له رسېدو څو شېبې وړاندې تر سره شوې.

په مې میاشت کې یو بل بریدګر چې ویل کېږي "د الله اکبر" غږونه یې کول د مونیخ ښار د اورګاډو په یوه تمځای کې یو کس وواژه او ۳ نور یې ټپیان کړل.

له دې برید وروسته هغه د رواني‌ ناروغۍ درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر شوی دی.