شاته

آیا ملکري ملتونه به رشتیا پاکستان د تروریزم صادرونکي هیواد په نوم ثبت کړي؟

د پاکستان پوځ یو ځل بیا په ټینگه د هند هغه ادعا رد کړه چې وایي د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې يي عملیات کړې دي. پاکستاني نظامیانو د اوربند څخه د سرغړونې پړه هم پر هند واچوله.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ یوه ډله ژورنالستان د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر د پولې لومړۍ کرښې ته بوولي وو او د سیمې څخه د لیدنې کتنې په ترڅ کې يي د سترګو لیدلي حال راپورونه جوړ کړل.

په سرحدي ساحه کې د پاکستان د اردو ویاند د ۱۰/۰۱/۲۰۱۶ خبریالانو ته د هند برید په اړه معلومات ورکړل

په سرحدي ساحه کې د پاکستان د اردو ویاند د ۱۰/۰۱/۲۰۱۶ خبریالانو ته د هند برید په اړه معلومات ورکړل

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم سلیم بجوا خبریالانو ته وویل چې هند د پاکستاني کشمیر په لور د تاتا پاني او باگسار پر کلیو باندې د کمکیو وسلو برید وکړ او پدې کار سره یی د اوربند د تړون مهم شرایط تر پښو لاندی کړل.

ویاند وویل نظامیان يي د کنترول د کرښی پر خاوره د قوماندی په پوځی پوستی کې دریدلي او وایي د هند لخوا هیڅ ډول ناڅاپي برید ندی شوی او ټولې ادعاوې یي ناسمې دي. خو وی ویل چې د سپکو وسلو په ډزو کې یي دوه تنه پاکستاني سرتیري وژلي دي.

خبریالانو په بګسار کلي کې هغه کور هم ولیدو چې د هند په برید کې وران شوی و.

د بګسار یو کلیوال محمد نعمان وویل دوئ د هر ډول برید او تیري په وړاندې ځواب ته تیار دي او له حالاتو ندي ډاریدلي او د کلي په دفاع کې مرګ ته هم تیار دي.

چارواکي ؤایي وروسته لدی چې پدې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د پولی په سر تاوتریخوالي او اختلافاتو شدت نیولی دی، دوی له سیمې څخه په زرګونو اوسیدونکي خوندي ځایونو ته وړي دي.

په عین وخت کې په هند کې دننه هم د هند پر صدراعظم نریندر مودي دا فشار زیات شوی چې د سیپتمبر په اتلسمه په هندي کشمیر کې د هند پر نظامي اډې د هغه برید په کلکه ځواب ورکړي چې وایي په پاکستان کې طرحه شوی و.

صدراعظم مودي وایي "هند هیڅکله هم د ځمکې او د خپلې اراضۍ د پراختیا وږی نه و او نه دی. دغه هیواد هیڅکله هم پر کوم بل هیواد برید ندی کړې خو سره لدې هم د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې یو سلو پنځوس زره هندیان د نورو د پاره شهیدان شول"

هندي عسکرو د اکتوبر په ۱ نیټه په سرحدې سیمو کې ګزمې زیاتې کړې وې

هندي عسکرو د اکتوبر په ۱ نیټه په سرحدې سیمو کې ګزمې زیاتې کړې وې

د هند د دفاع وزیر هم د لازمو شرایطو په صؤرت کې د خپل پوځ او خلکو د چمتووالي غږ وکړ او پاکستان ته په خطاب کې یي وویل "که تاسوغواړئ مونږ ودردوئ، نو زمونږ پوځ او خلک هم دیته چمتو دي او وړتیا یی لري چې تاسو ته هم د درد سبب شي."

په همدی ناندرو کې یوهندي مدني فعال ملگروملتونو ته پخپلو وینو یو لیکل شوی لیک استولی دی او غوښتنه یي کړې چې پاکستان دی د تروریستي هیوادونو په لست کې شامل شي.

د دهرم شاله په نوم د هند شمالي ښار اوسیدونکي مهیش یادو د ملګروملتونو عمومي منشي ته په خپل لیک کې ویلي چې د ترهګرو نه د پاکستان ملاتړ یو حقیقت دی او دا نړیوال سازمان باید د پاکستان غړیتوب فسخه کړي. دغه هندې فعال نن یو سوله ایز لاریون هم وکړ چې ګڼ او مختلفو قشرونو خلکو پکې ګډون کړې و.

د مظاهرو ګډونوالو د ترهګرۍ ضد شعارونه ورکول. مهیش ویل په خپلو وینو لیږل شوي لیک يي ملګروملتونو ته ویلي چې د پاکستان مشران او نظامیان د ترهګرو په څیر چلند کوي.

د کرښی پر دواړو غاړو عام وگړي د تاوتریخوالي د شدت له امله خورا اندېښمن دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ په سرحد کې پراته خلک د روان تاوتریخوالي د زیاتیدو له امله سخت اندیښمن دي او وایي د عامو خلکو لپاره ژوند سخت شوې دی او کلیوال دومره بیریدلي دي چې ماشومان یې ښونځیو ته نشي تلی.

هند د پاکستان د منزوي کولو کوشش تیره میاشت د ملګروملتونو د کلنۍ غوڼډې په ترڅ کې پیل کړ. هند وویل هغه هیوادونه چې ترریزم رامنځ ته کوي، پالي يي آو بیا یی نورو ته صادروي باید وپیژندل شي.

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی تر دې حده زیات شوی دی چې حتی ددې هیوادونو پر پولې باندې د بیرغ د را ښکته کولو ورځنیو رسمي نظامي مراسمو په ترڅ کی هم د قوت ښودلو نندارې ورکوي.

په ۱۹۴۷ کې هند او پاکستان دوه خپلواک هیوادونه شوو، ددی جلاتوب په ترڅ کې هند د ۱۹۴۷ کال توافق له مخې کشمیر یوه آزاده سیمه وبلل شوه چې د هند یا پاکستان سره د یوځای کیدو حق يي ترلاسه کړ، خو د هند سره د یوځای کیدو موافقه يي د پاکستان د مخالفت سبب شوه چې د هماغه ورځې رادیخوا د دواړو غاړو ترمنځ وسله والې نښتې او درنې جګړې شوي دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.