شاته
"له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو بهیر تر شپږو میاشتو رسما پیلېږي"
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا می ویلي، له اروپایي ټولنې د دغه هېواد د وتلو بهیر به تر راتلونکو شپږو میاشتو په رسمي ډول پیل کړي. مېرمن می بي بي سي ته وویل، د بریتانیا ملکه به د اروپایي ټولنې قانون په خپلې راتلونکې وینا کې لغوه کړي.