شاته

په سوریه کې د یاغیانو تر ولکې لاندې روغتون باندې بمبار شوی

په سوریه کې د خیر ښېګڼو د چارو کارکوونکي وايي د شنبې په ورځ د سوریې په حلب کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې کې یوازینی لوی روغتون باندې بمبار شوی دی.

د امریکا-سوریې د طبي ټولنې ویاند ادهم سهلول وايي چې په ام- ۱۰روغتون باندې لږ تر لږه دوه بيلري بمونه غورځول شوي دي،خو، لا د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو دقیق ارقام معلوم نه دي.

دا په دې ورووسیتیو کې دویم وار دی چې روغتون په نښه کیږي.

اخوا د سوریې دولتي پوځ د ورسیې په ملاتړ د ښار د حلب د ښار د پوره کنترول د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي. نوموړي وویل چې د حلب په نورو سیمو کې په یو لړ بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي چې شپږ یې ماشومان دي.

ښاغلي سهلول خبریالانو ته وویل چې روغتون کې طبي کارمندان او ځینې ناروغان ګېر دي او د چهارشنبه په ورځ هوايي عملیاتو کې دوه نور روغتونونه هم وران او ویجاړ شوي دي. په دغو بریدونو کې یو شمېر کسان هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د بشري حقونو سازمان وايي په حلب کې ۳۰۰زره کسانو د درمنلې لپاره یوازې ۳۰ ډاکټران فعالیت کوي.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان وايي د سوریې په حلب ښار کې په لسګونو ناروغه او ژوبل کسان دې سملاسي له سیمې ویستل شي، دغې ادارې ویلي دي چې په تېرو دوو اونیو کې په لسګونو کسان وژل شوي چې پکې درېیمه برخه ماشومان وو .

په همدې حال کې ولسمشر بارک اوباما په حلب کې د ولسي خلکو وژل په کلکه غندلي دي.