شاته

نیکولسن: فساد سره مبارزې لپاره باید افغان پولیس قوي شي

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې اړتیا ده څو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې افغان پولیس لا غښتلي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا خبره تېره ورځ جنرال جان نیکولسن د کورنیو چارو له وزیر تاج محمد جاهد سره په یوه لیدنه کې وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د بیان له مخې د کورنیو چارو وزیر د بهرنیو پوځیانو د مرستو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې افغان حکومت له اداري فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب بولي او تل هڅه کوي چې دا شومه پدیده له منځه یوسي.