شاته

د عمران خان زرګونو پلویانو په اسلام اباد کې مظاهره وکړه

د عمران خان زرګونو پلویانو د پاکستان په لاهور کې ښار کې د نواز شریف پر ضد مظاهره کړې ده. مظاهره کوونکو د ښار د ځینو سړکونو د بندولو هڅه هم کړې ده.

عمران خان خپلو راټولو شویو پلویانو ته وویل چې نواز شریف ته به د محرم تر ورځې ( یکشنبه، د اکتوبر دویمه) وخت ورکړي، چې د ده په خبر حساب او کتاب ته ځان برابر کړي.

په پاکستان کې د صدراعظم نواز شریف او نورو سیاسي ډلو ټپلو ترمنځ اختلافات له هغه وروسته زیات شول، چې ښاغلی شریف په اداري او مالي فساد تورن شو.

د پاناما ورځپاڼې په خپاره شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د ښاغلي شریف کورنۍ له هېواد نه د باندې شرکتونه او مالي حسابونه لري.

اوس د عمران خان د تحریک انصاف په ګډون ځینې نورې سیاسي ډلې غواړي چې ښاغلی شریف په دې اړه سپیناوی وکړي. خو هغه دا تورونه رد کړي دي او په دې اړه د پلټنو لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم ټاکلې وه.

عمران خان د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې همدغه راز د هند صدراعظم نریندرا مودي ته هم خبرداری ورکړ او وویل چې په کشمير کې خلک خپل حقونه غواړي. په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په لانجمنې سیمې کې شخړه وشوه.

د ترهګرو یوې ډلې د هند پر یو پوځي مرکز برید وکړ او یو شمېر هندي سرتېري یې ووژل، لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه برید د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.