BBC
 شاته

سوري کډوال ماشومان د "جنسي تېريو" له ګواښ سره مخ دي

لبنان کې مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی چې د سوريې کډوالو ماشومان په زياتېدونکي ډول د جنسي زورزياتي له خطر سره مخامخېږي.

د سوريې جګړې د دغه هېواد نژدې نيم ولس له خپلو کورونو او مېنو وتلو ته اړ کړي دي.

زرګونه يې د چا له ملګرتيا پرته کار ته ځي، چې له امله يې له تېري کوونکو سره مخامخېدی شي.