شاته

د روسې د بهرنیو چا وزارت د هالنډ سفیر احضار کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د هالنډ سفیر د هالنډ په مشرۍ د هغو نړیوالو څېړنو د نتایجو له کبله احضار کړی چې وايي، په ۲۰۱۴ م کال کې د ایم. ایچ. ۱۷ له سپرلیو ډکه ملکي الوتکه په هغه روسي توغندي لګېدلې چې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمې څخه توغول شوی و.

ددې اونۍ په سر کې د نړیوالو څېړونکو یوې ډلې هغه موندنې وړاندې کړې چې وايي، د مالیزیا د هوايي شرکت د الوتکې په نسکورولو کې د بوک ‌BUK توغندي ویشتونکی کارول شوی دی.

روسیې پر لپسې د اوکراین د ختیځ په شخړو کې د لاس لرل رد کړي دي.

دا الوتکه چې له امسټردام څخه کولالمپور ته روانه وه، په کې ټولې ۲۸۳ سپرلۍ او د الوتکې ۱۵ عمله وژل شوي وو.

د جمعې په ورځ د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت هم په هاګ کې د روسیې سفیر احضار کړ او هغه ته یې د جرمي څېړنو په اړه د مسکو د انتقادي او بې پروا څرګندونو له کبله دیپلوماټیک اعتراض وسپاره.

د هالنډ د بهرنو چارو وزارت د روسیې عکس العمل د نه منلو او بې اساسه انتقاد بللی دی.

د چارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا وویل، د شریکې څېړونکې ډلې موندنې ښيي چې دا څېړنه د سیاسي انګېزو پر بنسټ ترسره شوې ده.