شاته

د افغانستان او بنګلدیش تر منځ دریمه لوبه نن کیږي

د افغانستان او بنګلدیش تر منځ د کرکټ دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه نن کیږي.

لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه پیل کیږي. دا د روانو سیالیو په لړ کې دریمه لوبه ده.د سیریز لومړنۍ لوبه کوربه لوبډلې بنګله دیش او دویمه افغانستان ګټلې وه.

که د افغانستان لوبډله نننۍ لوبه وګټي دا به دریم ځل وي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد نه د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ یا سیریز ګټي.

افغانستان د دې نه وړاندې دوه ځلې د زمبابوې د لوبډلې نه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو سیریز ګټلی . د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغانستان لسم او بنګلدیش اوم مقام لري.

د دواړو لوبډلو په توپ اچونکو یا بالرانو کې تر دې دمه ورو یا "سپن" بالرانو ښه ځلیدلي دي او ډیر احتمال شته چې په نننۍ لوبې کې به هم زیات همدا ډول بالرانو ته فرصت ورکړل شي.

د افغانستان د کرکټ ځینو افغان مبصرینو وړاندیز کړی چې د نجیب الله ځدران پر ځای دې سمعی الله شینواری او د نوین الحق پر ځای فرید ملک یا حمزه هوتک په لوبډله کې واخیستل شي. دوی استدلال کوي چې شینواری نه یوازې دا چې ښه سپن بال کوي بلکې توپ وهنه یا بیټنګ کې هم ښه دی.