شاته

یوناما د اچین بمباري وغندله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت ( یوناما) د پنجنشبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ په ولسي خلکو د امریکايي ځواکونو د ډرون برید وغانده او د بې طرفه تحقیقاتو د کېدو غوښتنه یې کړېده.

دغه برید چې د چارشنبې په ورځ وشو په کې ۱۵ ولسي خلک وژل شویدي.

په اعلامیه کې راغلي:

" یوناما له افغان حکومت او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونوڅخه غواړي چې د دغې پېښې په هکله دقیق او بې پرې څیړنې وکړي."

په وژل شوو کسانو کې د ښوونځي زده کوونکي، یو ښوونکی او د هغو کورنیو غړي شامل دي چې ویل کیږي د حکومت ملاتړي وو.

امریکايي ځواکونو په یوې اعلامیې ویلي د اچین په ولسوالۍ کې یې د بمبارۍ هدف د داعش جنګیالي و او د ملکي تلفاتو په هکلهد معلوماتو په راټولولو کارکوي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي او په دې برخه کې له تحقیقاتو سره همکاري ته چمتو دي.