شاته

کرزی: د سولې په لاره کې که بې عزته هم شم پروا یې نه کوم

نن په کابل کې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس استاد برهان الدین رباني د پنځم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډه کې یو شمیر ګډونوالو پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په خلاف شعارونه ورکړل، خوکرزي د هغوی په ځواب کې وویل، چې که د سولې په لاره که بې عزته هم شي پروا یې نه کوي.

نن د جمعې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس استاد برهان الدین رباني د پنځم تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د جمعیت اسلامي افغانستان د ګونډ د چارواکو اوپه زیات شمیر پلویانو د ګډون سربیره د افغانستان پخواني جمهورئیس حامد کرزي، استاد عبدالرب الرسول سیاف او د یو شمیر نورو ډلو چارواکو او مشرانوهم ګډون کړی وو.

غونډې ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د پخوانیو مجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د ملي اسلامي جنبش ویاند او د ولسي جرګې غړي بشیر احمد تینج، د بلخ د ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د اسلامي حزب رئیس عبدالهادي ارغندیوال او د جمعیت اسلامي د ګوند رئیس او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خبرې وکړې.

په دې غونډه کې کله چې استاد سیاف خبرې کولې د غونډې یو ګډونوال د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په خلاف شعارونه ورکول پیل کړل، چې د یو شمیر نورو له خوا بدرګه کیدل

" مرګ په طالبانو مرګ په کرزی، الله اکبر ".

د غونډې د منتظمینو له خوا دغو ګډونکوونکو ته پهدغبرګون کې سپکې سپورې وویلې، خو غونډه بیرته هغه وخت عادي حالت ته وګرځیده چې پخپله حامد کرزی د سټیج مخې ته وراغی او غونډې ته یې وویل چې هغه په دغه ډول چلند نه خفه کیږي.

ښاغلي کرزي وویل " ګرانو مشرانو او میلمنو د یوې شیبې لپاره ارام شئ او کښینئ، کښینئ، کښینئ ارام کښینئ خیر خیرت دی په قرار کښینئ، پوهیږئ چې زمونږ په دې وطن کې څه خبره ده، بهرني لاسونه دي، زمونږ په خاوره کې نفاق اچوي متوجه اوسئ، ارام کښینئ چې استاد خبرې وکړي ".

کله چې د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي ته د خبرو وار ورسیده، هغه وویل، چې په افغانستان کې د بیان ازادې ده او خلک کولی شي چې هرڅه ووایي.

ښاغلي کرزي وویل " هره ورځ امریکا ماته مرګ وایي او ما پسې تبلغات کوي، یا وروره تاسو پرون په یو ستره غونډه کې چې ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، محترم استاد او نور لویان ناست وو او افغانستان د اسلامي دولت او د افغانستان اسلامي حزب سره مو د سولې هوکړې هرکلی وکړ، انجینر صاحب حکمتیار خبرې وکړې، په یاد لرئ چې که ما ورته د ورور خطاب کوه تاسو راباندې په قهر کیدلې په یاد مو دي، په یاد مو دي سبا په دې خاوره کې ورځ راځي او تاسو د طالبانو له تحریک سره خبرو ته کښینئ راتلونکي ته نظر وکړئ او هیواد د سولې په لور بوځئ".

د افغانستان پخواني جمهوررئیس وویل چې کله یې چې پخواني جمهوررئیس استاد برهان الدین رباني څخه وغوښتل چې د سولې د عالي شورا مشري په غاړه واخلي، چې رباني ورته وویل، چې چمتو دی د سولې لپاره ځان قربان کړي او په دې لاره کې که بې عزته هم شي دی یې مني.

پخواني جمهوررئیس حامد کرزي وویل، چې دی هم په خپل هیواد کې د سولې د ټینګیدو په لاره کې هرډول قربانۍ ته چمتو دی.

ښاغلي کرزي وویل " زه هم د محترم استاد په لاره روان یمه، شاګرد یې یمه، زه یې په جهاد کې روزلی یمه چمتو یم چې په افغانستان کې د سولې په لاره کې بې عزتې هم ومنم، چمتو یم د سولې په لاره کې بې عزتې هم ومنم او د ملي وحدت د ټینګیدلو په لاره کې بې عزت شم".

پخواني جمهوررئیس د خپلې وینا په پای کې همغه ځوان چې د ده په خلاف یې شعارونه ورکړي وو، راوغوښت او په غیږ کې يې ونیوه او ورته يې وویل چې هیڅ خبره نشته او ځوان هم له پخواني جمهوررئیس کرزي څخه بخښنه وغوښته.

د جمعیت اسلامي د ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور غونډې ته په وینا کې په دغو څرګندونو تاسف څرګند او پخواني جمهوررئیس د هغه ځوان چې ورته یې سپکې سپورې ویلي وې او هغه یې وبخښه ستاینه وکړه.

ښاغلي نور وویل " که څه هم غونډه یو څه اخلال شوه چې زه یې له امله متاسف یم د همدې له امله زما وضعیت یو څه ښه نه دی او هغه څه چې ما په دې غونډه کې یې ویل غوښتل ممکن ستاسو پروړاندې یې په پاشلي ډول څرګند کړم ".

د بلخ د ولایت سرپرست وویل، چې دا ډول کړنې د جمعیت اسلامي د ګوند په کړنو کې اصلآ ځای نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند رئیس صلاح الدین رباني هم په دې پیښې خواشینې څرګنده کړه.

په کابل کې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس استاد برهان الدین رباني د پنځم تلین په مناسبت د جوړې شوې غونډې اکثره وینا کوونکو د افغان حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک ملاتړ څرګند کړ.

استاد سیاف بیا په هغو کسانو توند انتقادونو وکړل چې د هغه پر وینا طالبان او تروریستان د مجاهدینو سره یوشان ګڼي.

استاد سیاف د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مرګ ژوبلې په اړه اندیښنه وښوده له افغان حکومت یې وغوښتل چې د وسله والو سره په روانه جګړه کې دې له پخوانیو مجاهدینو څخه هم کارواخلی.

ښاغلي سیاف وویل " د بشري قوت له پلوه په خپلو کې یو د شهیدانو او ټپیانو کاروان خورا زیات شوی دی، زمونږ امنیتي ځواکونو بشري ډيپو په اوږده موده کې ددغو تلفاتو د احتمال توان نه لري او له دولت څخه مې غوښتنه هم داده چې ملت په یو ډول د نظام په چوکاټ کې د امنیتي ځواکونو د بشري ډیپو د اکمال کوونکي په توګه د امنیتي ځواکونو ترشا ودروي اوکه نه خدای نخواسته یو وخت به د افلاس سره مخ شو".

استاد برهان الدین رباني د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په شلمه په خپل کور کې د یو تن ځانمرګي بریدګر له خوا چې د طالبانو د منځګړي په توګه یې ځان معرفي کړی وو، په یو برید کې ووژل شو.