شاته

د انګور اډې سیمه کې د ډیورنډ په کرښه جوړه شوې دروازه ونړول شوه

د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د انګور اډې په سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا هغه جوړه شوې سرحدې دروازه چې تیر کال افغانستان ته سپارل شوې وه، د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې پرتو قومونو له خوا د پاکستان د سرحدي ځواکونو له لورې د کرښې دواړو خواو ته په تګ راتګ د بندولو په اعتراض کې د نړولو کار له تیرې ورځې راهیسې پیل کړی دی، چې نن یې هم د نړولو کار روان دی.

د پکتيکا د ولايتي شورا رئيس بختيار ګل ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، د سيمې خلکو دا کار وروسته له هغه وکړ، چې پاکستاني ځواکونو د انګور اډې لار د خلکو پرمخ په دوامداره توګه وتړله.

ښاغلي ځدراڼ وويل: ” د کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو ونه شو زغملی، چې په منځ سره ووېشل شي. بالاخره حوصله يې تنګه شوه او د دروازې د نړولو پرېکړه يې وکړه‟.

د ولايتي شورا رئيس همدارنګه وويل، چې د ولسونو پرېکړې ته دولت پوره درناوی لري او نه غواړي، چې په دې موضوع کې ځان ورښکېل کړي.

د برمل ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي نورولي امريکاغږ ته وويل، چې دروازه په بشپړه توګه ونړول شوه، خو د لارې د پرانېستو لپاره په سيمه کې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو پرېکړې ته په تمه دي.

نوموړي زياته کړه: ”انګور اډه، چې د جنوبي وزيرستان د واڼه له سيمې سره جوخته پرته ده، دواړو غاړو ته يې د احمدزي وزير قوم پروت دي. موږ هيڅکله له يو او بل څخه نشو جدا کېدلی‟.

په همدې وخت کې د جنوبي وزيرستان يوه چارواکي ظفر اسلام ځينو رسنيو ته ويلي، چې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ له څو ځله غونډو وروسته د دغې لارې د پرانیستلو پرېکړه شوې ده.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د لارې په تړل کېدو سره د دواړو غاړو سوداګرو ته زيان رسېدلی دی، هغه هيله څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د کرښې دواړو غاړو ته تګ راتګ پيل شي.

تر اوسه افغان دولت د انګور اډې د لارې پرانيستل کېدو او يا د دروازې د نړيدو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.