میدان وردګ چارواکي: حقاني شبکې یو قوماندان ووژل شو
په میدان وردګ ولایت کې د حقاني شبکې یو پېژندل شوی قوماندان حاجي یوسف ووژل شو.
د دې ولایت ویندوې عبدالرحمن منګل پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل،د حقاني شبکې یو شمېر وسلهوالو چې قوماندان حاجي یوسف یې مشري کوله، پرون د ملا خېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر پلویانو حمله کړې وه.
د دواړو خواوو ترمنځ پهدې نښته کې د حقاني شبکې ۱۰ وسلهوال وژل شوي او ۱۲ زخمیان دي.