شاته

د امریکا کانگرس ته د پاکستاني سیاستوالو غبرگون

د پاکستان د مقننه قوې ځیني غړي وایي چې په سیمه کې د ترهه گرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې د نیت په اړه، د پاکستان په تړاو د امریکا په کانگرس کې وروستۍ خبرې د پخوانیو نظریاتو سره په بشپړه توگه په تضاد کی دي.

د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې د پخوا نه ترینگلتیا تر سترگو کیدله خو په کانگرس کی د وروستۍ استعماعیه غونډې نه وروسته چې پکې د تررزم په خلاف د پاکستان پر مبارزې نیوکه وشوه، د دواړو هیوادونو په اړیکو کې کړکیچ خپل اوج ته رسیدلای دی.

تیره اونۍ د کانگرس د بهرنیو اړیکو د جرگه گۍ په استعماعیه غونډه کې د عراق او افغانستان دپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد په دې ټینگار وکړ چې اسلام آباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې متداوم ملاتړ کوي چې د هغه په وینا دا د افغانستان د جگړې اصلي منبع گڼل کیږي.

د پاکستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر اویس لیگاري وایی د ترورزم په وړاندې گډه مبارزه او همکاري دوام لري او دواړه هیوادونه دا تصدیقوي.

هغه وویل،«فکر کوم چې متحده ایالات به د پاکستان سره خپلو اړیکو او نږدې تماس ته دوام ورکړي. متحده ایالات د پاکستان په شان د هیوادونو سره د تماس ساتل ځکه غواړي چې دوی یې مقصد ته د رسیدو پر صداقت باور لري او فکر کوم چې متحده ایالات پدې پوه دي. دا استعماعیه غونډې معمولآ ددې دپاره کیږي چې پاکستان تر فشار لاندی ونیسي چې دا کار هم د خلکو په منځ کې د متحده ایالاتو شهرت ته زیان رسوي.»

لیگاري وایي، "پاکستان ته ویل کیږي چې خپله خاوره د ترورستانو نه پاکه کړه، هغه څه چې مونږ کړي دي او د ټولی نړیوالی ټولنی د گډو هڅو نه مونږ په یوازی ځان دا کار ښه کړی دی."

لیگاري د کانگرس د هغو غړو خبرې بیا تکرار کړې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شربف سره د خبرو دپاره ورغلي وو او د نا امنه شمالي وزیرستان څخه یې هم لیدنه وکړه.

هغه وویل لینزي گراهام د پاکستان په پوځي کمپاین کې د پرمختگ رپوټ ورکړ، هغه وویل،

" دوی د پاکستان هغه نا امنه سیمه اوس پاکه کړې ده او اوس یی پام دیته اړولی دی چې د افغانستان سره سرحدی پوله هم د همدی ترورستانو له شره خلاصه کړي. نو زه غواړم چې د پاکستان سره مرسته وکړم. دوي په سمه لاره ځي خو یو څه اصلاحات ضروري دي."

د افغانستان په خلاف د ترورستي ډلو په لاس د هغه هیواد په گوټ گوټ کې بیلابیل بریدونه، او ددې ډلو په وړاندې د نه پرمختگ اصل کانگرس دیته اړ کړ چې پر پاکستان باندی د اف شپاړس ډوله جنگي جت الوتکو د خرڅلاو معامله د ترورزم سره د مبارزی په نیت کې د شک درلودلو له کبله وځنډوي.

دا پداسې حال کې ده چې افغان چارواکو تل د ترورزم سره د پاکستان د مبارزې په تړاو ددې هیواد پر "دوه مخي" سیاست اندېښنه څرگنده کړې ده او ادعا کوي چې پاکستان اوس هم د طالبانو او نورو وسله والو سره ملاتړ ته دوام ورکوي.

پدې وروستیو کې د افغان چارواکو یوه ادعا دا ده چې ډېر هغه وسله وال چې د ننگرهار د کوټ په ولسوالۍ کې د داعش په لیکو کې جګړه کوي، پاکستانیان دي او تر هغې لا مهمه دا چې دا پاکستانیان د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس اي په قومانده جنګیږي. د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د دوشنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله وویل چې افغان حکومت د داعش په وړاندې په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی.

په مشرانو جرګه کې د دفاعي، کورني او سیمه ییزو ارګانونو د کمیسیون مشر، محمد هاشم الکوزي د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په مرکه کې هیله څرگنده کړه چې متحده ایالات دې د بربنډو شویو شواهدو او په افغانستان کې د متدوامو بد امنیو پر بنسټ دی پر پاکستان باندې لازم فشار واچوي هغه وویل پاکستان به هیڅکله هم ددې دوه مخي سیاست نه لاس وانخلي.