BBC
 شاته

هند: پر یوې نجلۍ د مشکوکو کسانو له دویم جنسي تېري وروسته احتجاج

Image copyright
Image caption په روهتاک ښار کې لاریونانو له حکومته د تېري کونکو د نیولو غوښتنه کړې

هند کې له هغه وروسته احتجاجي لاریونونه شوي، چې ادعا کېږي پنځو کسانو پر یوې پیغلې جنسي تېری کړی.

ویل کېږي، چې دغو کسانو درې کاله مخکې هم پر دغې ۲۱ کلنې نجلۍ تېری کړی و. پېښه د هریانه ایالت په روهتاک سیمه کې اوونۍ مخکې شوې، خو پولیسو تر اوسه دغه لړ کې څوک نه دي نیولي.

دغه نجلۍ اوس محکمې ته د پنځو کسانو خلاف عریضه کړې، چې وايي د چهارشنبې په ورځ یې پرې تېری کړی.

دغه نجلۍ وايي، په زور یوه ګاډي کې وتښتوله وشوه او تېري کونکو غوښتل زندۍ یې کړي. نجلۍ داسې حالت کې یوه کرونده کې موندله شوې وه، چې سخته ټپي وه او یوه لاروي روغتون ته ورسوله.

پر دغې مېرمنې لومړی ځل ۲۰۱۳ کال کې هیواني ښار کې جنسي تېری شوی و. د نوموړې نجلۍ کورنۍ وايي له هغه وروسته چې یادو کسانو په مرګ وګواښل رهوتاک ښار ته کډه شول.

احتجاج

دوی وايي دغه کسان د ضمانت بدل کې له زندانه خوشي شوي وو. دغې نجلۍ، چې د ټیټ ټولنیز حیثیت درلودونکې 'دلت' کورنۍ اړوند ده، یوه ځايي ټلویزیون ته وویل:

''زه له پوهنځي نه ووتم، چې دغه کسان مې ولیدل، هماغه پنځه کسان وو، په زور یې ګاډي کې کښېنولم، دوی غوښتل زندۍ مې کړي، دوی ویل پلار او ورور به مې هم ووژني.''

د نجلۍ کورنۍ وايي یاد کسانو پرې فشار راوړی، چې له محکمې بهر ورسره روغه وکړي.

د ځايي پولیسو یوه مشر ګاریما ویلي، پولیسو د موضوع په اړه څېرنه پیل کړې ده.

بل لور ته په روهتاک ښار کې لاریونانو له حکومته د تېري کونکو د نیولو غوښتنه کړې.

د هند پلازمېنه ډیلي کې پر یوې محصلې ۲۰۱۲ کال کې د جنسي تېري له پېښې وروسته د دغه ډول پېښو خلاف احتجاج ډېر شوی دی. حکومت د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره نوي قوانین جوړ کړي، خو دې سره هم د دغه هېواد په لر او بر کې د پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تېري پېښې لیدل کېږي.