BBC
 شاته

''روسي حکومت سوچي اولمپیک لوبو کې د ممنوع درملو کارولو ملاتړ کړی''

Image copyright EPA

په یوه نوي رپوټ کې ادعا شوې، چې روسي حکومت ۲۰۱۴ کال د سوچي ژمنیو اولمپیک لوبو پر مهال د ډوپنګ ' د لوبغاړو لپاره د منع شویو درملو کارولو ' یو پروګرام پر مخ بیولی.

هغه جرګه ګۍ چې د ډوپینګ مخنیوي نړیوال کمېسیون له لورې د دغې موضوع څېړنې لپاره ګومارل شوې وه وايي، د روسیې سپورت وزارت د ادرارو هغو بېلګو کې، چې له ځغاستلوبغاړو تر لاسه شوې وې 'د لاسوهنې لارښوونه کړې، څارنه یې کړې او پایلې یې کنترول کړې دي'.

کمېسیون د هغو تورونو په اړه څېړنه کوي، چې روسیه کې د ډوپینګ مخنیوي لابراتوار د پخواني مشر له خوا پورې شوي وو.

Image copyright

ګریګوري روډچینکوف دا هم ویلي و، چې د لوبو له سیالیو مخکې یې لسګونه لوبغاړو ته ممنوع درمل ورکړي دي. د څېړنې مشري ډاکټر ریچارډ میکلارن کوله، چې کاناډايي قانون پوه او سپورتي وکیل دی.

نوموړی وايي پر خپلو موندنو بشپړ باور لري. روډچینکوف دا ادعا هم کړې وه، چې د روسیې څارګرې ادارې ورسره مرسته کړې.

غبرګون

روسي رسنیو د دغو څېړنې پایلو له کبله د ناوړه پایلو رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی. د سپورتي خبرونو روسۍ ویبپاڼه ایکسپریس لیکي، دغه پایلې به راتلونکي کال اوږدو کې د روسیې سپورت لپاره نه جبرانیدونکي ناوړه پایلې ولري.

Image copyright
Image caption د روسي ځغاستلوبغاړو له لوري د منع شویو درملو کارېدو موضوع د روسي سپورت وزیر ویتالي موتکو د رسنیو له سختو پوښتنو سره مخامخ کړ.

یوه بله ډېره مشهوره پاڼه چمپینت ټکی ار یو بیا دغه پایلې د روسیې خلاف یوه همغږې شوې دسیسه بولي.

له هغه وروسته، چې د ځغاستلوبو نړیوالې ادارې مشرتابه شورا جون میاشت کې پر ټولو روسي ځغاستلوبغاړو د ریو اولمپیک سیالیو کې د برخې نه اخیستو بندیز لګولو سپارښتنې لپاره رایې ورکړه، د روسیې پر ځغاستلوبو فدراسیون بندیزونه ولګېدل.

د روسیې ځغاستلوبو ادارې مسوولین بیا هیله مند دي، چې د لوبو منځګړې محکمې کې به یې شوې استناف غوښتنه تر پنجشنبې پورې بریالۍ شي.

خو هر څه چې کېږي د روسي لوبغاړو یوې کوچنۍ ډلې ته به چې کولای شي ثابته کړې، ممنوع درمل یې نه دي کارولي ریو اولمپیک لوبو کې د اولمپیک نړیوالې کمېټې له بیرغ سره د برخې اخیستو اجازه ورکړله شي.