ارنسټ: د سوریې حکومتي ځواکونه پر ملکي خلکو حملې کوي
د امریکا متحده ایالاتو پر روسیې او سوریه کې د بشارالاسد پر رژیم تور لګولی چې د ملکي خلکو پرضد یې ګډ کمپاین پيل کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون دوشنبه وویل چې د سوریې حکومتي ځواکونه چې د روسیې جنګي الوتکې یې ملاتړ کوي، پر ملکي خلکو بمي حملې کوي او په دې ډوليې تسلیمېدو ته اړ باسي.
د سوریې حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په حلب کې یې د اپوزېسیون ډلو پر وځي عملیات پیل کړي دي. په حلب کې لږ تر لږه دوه لکه او پنځه اویا زره انسانان ژوند کوي.