BBC
 شاته

کندوز کې د طالبانو برید کې د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي

د افغانستان شمال ختیځ کې د پولیسو ویاند ویلي، د کندوز ښار ته څېرمه د پوځ پر یوې پوستې د طالبانو برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي. چارواکي وایي؛ برید ته لاره په دغه پوسته کې د طالبانو دوو نفوذي اورپکو برابره کړې وه چې وروسته له بریدګرو سره یوځای له سیمې تښتېدلي.