شاته

د ولسي جرګې ادارې پلاوی: داعش یوه نړیواله پروژه ده 

د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی وایي داعش یوه نړیواله او خطرناکه پروژه ده چې له منځه وړل یې اسان کار نه دی او پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي.

د دې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې نن یې د جرګې مشري کوله ادعا وکړه چې افغان حکومت د داعش په وړاندې په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی.

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت ټينګار کوي چې د داعش ډلې په ګډون د وسله والو مخالفانو د لمنځه وړلو لپاره جدي تدابیر نیول شوې دي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ په ختیځه سیمه کې مېشت د۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ ته تللی و او هلته يې په خبري ناسته کې په څو اوونیو کې د داعش د بنيادي ختمېدو خبر ورکړ.