بزنس سټنډرډ: افغان طالبانو له پاکستان سره د پولې پر تړل کېدو انتقاد کړی
واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ادارې د یوه راپور له قوله لیکلي چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی او په کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې د میتامفیتامین تر ټولو چټک تولیدونکی هېواد دی. په مقاله کې راغلي چې که څه هم طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه اعلان کړې، خو بیا هم د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د افغانستان د تریاکو او هیرویینو لوی تولیدونکی هم دی. مقالې د راپور په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د میتامفیتامین تولید د کورني او سیمه ییزې روغتیا او امنیت لپاره مخ په زیاتېدونکی ګواښ دی ځکه کولای شي د معتادینو شمېر لا زیات کړي. واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکلي چې په افغانستان کې دننه په ټوله کې په ۲۰۱۹کال کې ۱۰۰کیلو ګرامه او په ۲۰۲۱کې نږدې ۲۷۰۰کیلوګرامه میتامفیتامین نیول شوي چې دا د تولید زیاتوالی ښيي. بزنس سټنډرډ: بزنس سټنډرډ خپرونې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "افغان طالبانو له پاکستان سره د پولې پر تړل کېدو انتقاد کړی دی." په مقاله کې راغلي، افغان طالبانو روانه اوونۍ د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره له نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان د مهمې پولې پر تړل کېدو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د سوداګرۍ بندېدل به سوداګرو ته درانه زیانونه واړوي. د تورخم ګډه پوله د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو پر یو بل ډزې پیل کړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حکومت یې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او د دوی پر امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل ګڼي. په مقاله کې زیاته شوې، سلګونه بار وړونکي لارۍ درول شوي او سوداګر شکایت کوي چې کاروبار یې زیانمن شوی دی. د ۲٦۰۰ کیلومتره پولې سره تړلې شخړې له لسیزو راهیسې د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ د لانجې لامل دي.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
زیر آسمان کبود
زیر آسمان کبود
مثلث: د ډیورنډ د کرښې په اوږدو د امنیتي پېښو د راپور ورکولو ستونزې
په چترال کې د سپټمبر په شپږمه تحریک طالبان پاکستان د دولسو پاکستاني عسکرو د وژل کېدو او د نوي تنو د ژوندي نیولو خبر ورکړ، پوځ بیا وایي چې څلور سرتېرې یې وژل شوي او پوځیان یې ژوندي نه دي نیول شوي. د دې جګړې او په همدې ورځ په تورخم کې د نښتې له امله د مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې د خپلواکو رسنیو له لوري نه دې خپرې شوې. د مثلث په دې خپرونه کې په دې اړه دلته بحث لیدلی او اوریدلی شئ:
تر شنه اسمان لاندې
تر شنه اسمان لاندې
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
د ازادي راډیويي مجله؛ په ننګرهار کې د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ شو
د ازادي راډیويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په ننګرهار کې جاپان د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ کړی دی. په دې خپرونه کې د ماشومانو د کیسو له یوې لیکواله سره خبرې شوي دي. دغه راز په خپرونه کې د ماشومانو کیسې هم شته. په سپین بولدک کې به د ادبي هڅو په اړه واورئ او له دې به خبر شئ چې په نورستان کې د کتابونو څه ستونزه ده. دغه خپرونه، چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
د افغان مېرمنو لومړني حقونه ولې یو بل پسې له دوی اخیستل کیږي؟
د ازادي راډیو اوونیز د اساسي او بشري حقونو پروګرام د مېرمنو لومړنيو حقونو ته ځانګړی شوی دی. په پیل کې به یې واورئ چې: ولې له مېرمنو څخه د دوی هغه لومړني حقونه چې زده کړې ، کار او تفریح ده ، یو په بل پسې اخیستل کیږي ، او دا کار کومې بدې پایلې لري ؟ د حاکم نظام دا کار خپله دوی ته کوم زیانونه اړولی شي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: