ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو


د فرانسې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو انتخابات نن پیل شول

په فرانسه کې نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی پړاو د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پیل شو. دغه انتخابات به د اروپایي‎ اتحادیې د راتلونکې او له روسیې سره د لویدیځ د اړیکو په ګډون د فرانسې په اوسني جیوپولټیک دریځ اغېز وکړي. په ټوله فرانسه کې نن د سهار له اتو بجو تر ۶۰ زرو زیات مرکزونه پرانېستل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وویل، د هغو کسانو شمېر ته په پام سره چې نن تر غرمې یې په انتخاباتو کې ګډون کړی ښیي چې د ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سلو کې څه کم ۲۹ کسانو چې د رأیو ورکولو مستحق پیژندل شوي، ګډون کړی دی. دغه شمیره د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو په نسبت لږ څه زیاته ده. یوه رأیې ورکوونکي رویټرز ته وویل: "طبعا دا یوه ستره او مهمه ورځ ده. دغه انتخابات به په فرانسه او نوروځایونو کې د بدلونونو سبب شي. دا ډیره ښه خبره ده او موږبه یې نتیجو ته سترګې په لاره یو." دا په څو لسېزو کې د فرانسې د ولسمشرۍ لومړی ځل انتخابات دي چې وړاندوېنه یې ګرانه ده او څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې په پاریس کې د پولیسو یو افسر ووژل شو چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخېست. په دغو انتخاباتو کې ۱۱ کسانو ځانونه کاندید کړي چې د رأیې ورکونکو د امنیت د تأمین لپاره یې شاوخوا ۵۰ زره پوليسو او اووه زره سرتېري ځای پرځای شوي دي. نظر شمېرنې ښیي چې مرکزي یا منځ‎لاری ایمانوېل‎مکرون او ښي اړخې ماري‎لیپین به ډېرې رأیې وګټي او د ولسمشرۍ دوهم دورته به لاره پیدا کړي. د دې ترڅنګ محافظه کاره کاندید فرانسوا‎فیلون او چپ اړخي جین‎مالینکون هم د دې چانس لري چې د مۍ د اوومې د ولسمشرۍ دوهم ځل انتخاباتو ته را‎ووځي.

23.04.2017 ازادي راډیو

د متخصصو ځوانانو نندارتون 

د وري د میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پولتخنیک پوهنتون کې د متخصصو ځوانانو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و...

22.04.2017 ازادي راډیو

د اباسین یوسفزي د مرکې وروستۍ برخه

په نننۍ خپرونه کې د ښاغلي اباسين يوسفزي د مرکې وروستۍ برخه اورئ، ځوان سندرغاړی فرهاد لوګری سندرې...

21.04.2017 ازادي راډیو

موسیقۍ کې د هارمونیې ارزښت او تاریخ

انسان په طبیعي توګه له موسیقۍ سره ځانګړې علاقه لري او له موسیقیت څخه متأثره کېږي.

20.04.2017 ازادي راډیو

۳ میاشتو رخصتیو کې ښوونځیو ته درسي کتابونه ولې ونه رسېدل؟

د حقیقت څه دی د خپرونې ددې اوونۍ پروګرام مو دا ځل دې ستونزې ته ځانګړی کړی چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو په ښوونځيو کې د تدریسي کتابونو نه شتون ده چې لا هم زده کوونکی ورسره لاس او ګریوان دي.

20.04.2017 ازادي راډیو

کوفي: غور کې د ښځو اړوند دوسیو سره د نارینه‌و په پلوي عمل کېږي

د افغانستان د ولسي جرګې د بشري حقونو او ښځو چارو کمېسیون رئیسې غور ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې د دې ...

19.04.2017 ازادي راډیو

د مخدره موادو استعمال زیانونه

د نشي موادو، سګرټو، نصوارو او نورو مخدره موادو د زيان په هکله ډېر څه ويل شوي او تر ډېره ځايه ټول هم...

19.04.2017 ازادي راډیو

یزدان پرست: لا هم ګڼې کم عمره نجونې په زور ودېږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په افغانستان کې د کم عمره نجونو په ودېدو او...

18.04.2017 ازادي راډیو

ښار وراني: د بارانونو اوبه موږ درډنډوو، لامبو وهل خپله زده کړئ!

ښار وراني وايي، د بارانونو اوبه موږ درته ډنډوو، لامبو وهل خپله په کې زده کړئ!

17.04.2017 ازادي راډیو

 د افغانستان ۴ حوزو کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین پيل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ختیځ، جنوب ختیځ، جنوب او شمال ختیځ حوزو کې د پولیو واکسین یو پنځه ورځنی ...

17.04.2017 ازادي راډیو

بلوڅ فونډېشن: د ورزش بېلابېلو برخو کې مو ګڼ ځوانان روزلي

په نننۍ ورزشي خپرونه کې د اوونۍ مهم سپورټي خبرونه او تر څنګ به د یوه داسې شخص سره مرکه واورۍ...

17.04.2017 ازادي راډیو

ولسمشر غني د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار سره وکتل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه په ارګ کې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت له سلاکار "اچ، ار" مک‌مسټر سره وکتل. د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند، شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې دواړو افغانستان او سیمه کې له ترورېزم سره پر مبارزې او د مخدرو موادو د قاچاق په ګډون، پر یو لړ مهمو مسئلو خبرې کړې دي. شاه حسین مرتضوي وویل: "په‎دې ليدنه کې پر امنیت، له ترورېزم سره پر مبارزې، د دوه اړخېزو اړیکو پراختیا او سیمه ییزو مسایلو تمرکز وشو." ښاغلي مرتضوي زیاته کړه چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له اداري فساد سره د افغانستان د حکومت مبارزه وستایله. کابل کې د امریکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې ښاغلي مک‎مسټر له ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې د "تروریستي ډلو پر ضد پرګډې مبارزې" خبرې کړې دي.  

17.04.2017 ازادي راډیو

د زده کوونکو وهل او توهین پر هغوی څه اثر کولای شۍ؟

د وروسته پاتې ټولنې په تعلیمي مرکزونو كې د زده کوونکو وهل او رټل د هغوى د تربيې لپاره ضروري ګڼل كېږي...

15.04.2017 ازادي راډیو

د روسیې، سوریې او ایران همکارې پیاوړې پاتې ده

د روسیې، سوریې او ایران تر منځ په جګړه ځپلي سوریه کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې همکارې پیاوړې پاتې ده. دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د دې دواړو هېوادونو د لوړو پوړو ډیپلوماټانو ترمنځ له درې اړخېزې غونډې مخکې کړې. لاروف دا خبرې اترې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنې پیل کړې. د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه به د درې واړو متحدانو (سوریې، روسیې او ایران) درې اړخېزه غونډه د جمعې ورځ وروسته پیل شي. لاروف همدارنګه سوریه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو د پېښې په اړه د عیني څېړنو غوښتنه تکرار کړه او دې برخه کې یې د سوریې د حکومت د هغې چمتوالي هرکلی وکړ چې ویلي یې دي دوی به د کیمیاوي وسلو د بندیز د سازمان د څیړونکي هییت کوربه‎توب وکړي. لس ورځې وړاندې سوریې په شمال لویدیځ ولایت ادلیب کې د کیمیاوي وسلې په برید کې تر اتیاو زیات کسان وژل شوي و. د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نور حکومتونه د سوریې رژیم د دې برید مسؤل بولي.

14.04.2017 ازادي راډیو

د طنز ليکلو هنر!

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې د کتاب ښار له لوري د شلو کتابونو د چاپ او مخکتنې رپوټ.

14.04.2017 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more