ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو


د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتو لپاره چمتو یوو او کومه ستونزه نه لرو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، نن تر ماښامه پورې به د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی پای ومومي.

27.09.2019 ازادي راډیو

د ۴۴۵ انتخاباتي مرکزونو د تړل کېدلو لاملونه کوم دي؟

د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه مرکزونه د ناامنیو او نورو عواملو له امله تړلي وي چې له امله به یې له نیم میليون زیات کسان د رأیې ورکونې له حقه بې برخې پاتې شي.

27.09.2019 ازادي راډیو

ډاکتر مجاور احمد زیار: پښتو ژبپوهنه لا ډېر کار ته اړتیا لري

د راډيويي مجلې دا ګڼه مو په ځینو هنري او فرهنګي مسایلو ښکلې کړې ده

27.09.2019 ازادي راډیو

په افغانستان کې سبا د شنبې په ورځ د میزان په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنې دي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون، پرون د سپټمبر په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی.

27.09.2019 ازادي راډیو

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

ملګروملتونو وسله والوطالبانو ته ګواښ کړی چې انتخاباتو ته دې خنډ نه پېښوي. د سعودي ولیعهدمحمدبن سلمان ویلي د جمال خاشقجي د وژنې مسوولیت ده ته متوجه دی. ځوانه فعاله ګریتا تنبرګ د ملګروملتونو له اسمبلې وروسته له نیویارکه سویډن ته روانه شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

26.09.2019 ازادي راډیو

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د سکوت په دوره کې هره کمپایني کړنه له قانونه سرغړونه ده

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا یا سکوت په دوره کې د کمپاین په توګه له هر ډول وسیلې کار اخیستل له انتخاباتي قانونه سرغړونه ده.

26.09.2019 ازادي راډیو

ټاکنیزې سیالۍ او د انتخاباتو کمېسیون د چمتووالي ۲ میاشتې څرنګه تېرې شوې؟

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر اساس د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اسد په شپږمه پیل شوې وې.

26.09.2019 ازادي راډیو

"که هر کاندید د چوپتیا اصل په پام کې ونه نیسي، نغدي جریمه کېږي"

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده او نن او سبا د چوپتیا دوره ده. د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي پرون ازادي راډیو ته وویل چې که هر کاندید د چوپتیا اصل مراعات نه کړي، له پنځو زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه کېدای شي. د دغې دورې له پیلېد سره د ولسمشرۍ ټول کاندیدان مکلف دي چې خپل عکسونه او نور کمپایني بیلبورډونه له ښارونو لېرې کړي او د رأیې ورکولو د مرکزونو په سل مترۍ کې هم باید د هېڅ یوه کاندید عکس ونه لیدل شي. ټاکل شوې بل سبا د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، له نهه نیم ميلیونو زیات وګړي له دې کمېسیون سره د رأیې ورکوونکو په توګه ثبت شوي او د رأیې ورکولو په ورځ به په ټول هېواد کې د رأیې ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه د دوی پرمخ خلاص وي.

26.09.2019 ازادي راډیو

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

په افغانستان کې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د نتیجو په اړه د ولسمشر اشرف غني وار له مخه څرګندونې، د دې ترڅنګ به ووینئ چې د پاکستان صدراعظم عمران هڅې کوي چې د واشنګتن او تهران د لانجې منځګړیتوب وکړي. داسې ترمینل هم دلته لیدلی شئ چې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري.

25.09.2019 ازادي راډیو

د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان د سولې پر مساله غږیدلی. د ملګرو ملتو عمومي غونډه پرانیستل شوه، مسي د فوټبال د کال غوره لوبغاړی شو او دلته په کابل کې نڅا لیدلی شئ.

24.09.2019 ازادي راډیو

ټیفا: له ۶۰ سلنې زیات خلک به په ولسمشریزو ټاکنو کې له رأیې ورکونې محروم شي

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا وايي، د نا امنیو له امله به د کورنیو بېځایه شویو به ګډون له ۶۰ سلنې زیات خلک د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې له رأیې ورکونې محروم پاتې شي.

24.09.2019 ازادي راډیو

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

زلمي خلیلزاد پرون د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په نیویارک کې ولیدل. د ملګرو ملتونو ۷۴ عمومي اسمبله سبا سه شنبه په نیویارک کې پيلیږي. او په لبنان کې یوه ډله ځوانان د سګرېټ فلټرونه ټولوي او وړې بېړۍ ترې جوړوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

23.09.2019 ازادي راډیو

ولسمشر غني: شپني عملیات یوازې په داعش او القاعده پورې محدود شوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د شپې له خوا پوځي عملیات یې یوازې د داعش او القاعده د وسله والو لپاره محدود کړي دي.  ولسمشر اشرف غني پرون د سپټمبر په یویشتمه ماسختن له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د شپې په عملیاتو کې یې د ملکي افغانانو تلفات نه شول منلی چې له دې امله یې محدود کړل. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د موقف دفاع وکړه . اشرف غنی وویل، له زوره کار اخیستل هېڅ ستونزه نه شي حل کولی او قانون باید عملي شي.  محمد اشرف غني وویل: دا خپلواک او ولسواک وطن دی، باید په تدبیر ولاړ شئ او قانون تطبیق کړئ، هغه کار چې کاغذ کولی شي، زور یا سپکې او سپورې یې نه شي کولی، قانون باید په اصولو بدل شي. محمد اشرف غني د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره له کاندیدانو دی. د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه کېږي.  

22.09.2019 ازادي راډیو

اشرف غني افغانستان کې د وینې تویېدنې ملامتیا پر طالبانو واچوله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د روانې جګړې په ترڅ کې د رامنځته کېدونکو تلفاتو ملامتیا پر طالبانو واچوله چې دده په خبره اوربند ته غاړه نه ږدي. په وروستیو میاشتو کې افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ورسره مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

21.09.2019 ازادي راډیو

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

زلمی خلیلزاد د امریکا کانګرس ته احضار شوی و او د وکیلانو پوښتنې یې ځواب کړې. ولسمشر ټرمپ ته به د هغو پوځي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل شي چې پر سعودي د حملوپه غچ ترسره کېدای شي. ۲۹ میلیونه ماشومان تېر کال په جنګ ځپلو هېوادونو کې زیږیدلي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

20.09.2019 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more