شاته

د ولسي تړون ملي پروګرام کې به پنځوس فيصده ښځې ونډه ولري

نن په ارګ کې د ولسي تړون ملي پروګرام پرانستل شو.

د ولسي تړون ملي پروگرام يو بين الوزارتي برنامه ده چې حکومت به خپل اساسي خدمات د همدې لاری تر سره کوي.

د کلیو پراختيا چارو وزير نصير احمد دراني اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل ، د کارونو د انسجام او د پرمختيايی پروژو د با کيفيته او پرځای تطبيق لپاره هغه وزارتونه چې انکشافي پروژې لري د ولسي تړون ملي پروگرام له طريقه به يي پلي کوي.

د عامی روغتيا ، ښوونې روزنې ،زراعت او کليو پراختيا هغه وزارتونه دي چې د همدې پروگرام له لاری به انکشافي پروژې تطبيقيږي .

د کلیو پراختيا چارو وزير دا يادونه هم وکړه چې د ملي پيوستون د تير پروگرام له نيمگړتياو نه يي تجربه اخيستې ترڅو په نوې پروژه کې تکرارنشي او مثبتې برخې يي تقويه شي ، دا يي هم وويل چې د محلي شوراگانو نوي استازي به وټاکل شي چې د هرې شورا په رهبرۍ کې به پنځوس فيصده ښځو ته ونډه ورکړل شي وزير په ټينگار ويل :

( د هری شورا د ايجاد شرط به دا وي چې په هرې شورا کې به له هرو څلورو تنو څخه دوه يي ښځې وي او د هر ډول پروژو په تطبيق کې به مساويانه برخه اخلي).

ښاغلي دراني دراني د پروژو د انتخاب په هکله وويل چې د خلکو او ولس د اولويتونو په حساب به انتخابيږي اوهغو پروژو تطبيق ته به ژر فرصت برابر شي چې په ټولنه کې يي اثر ډيروي

د ولسي تړون ملي پروګرام به د ملي پیوستون د پروګرام پر ځای تر راتلونکو لسو کلونو کې په افغانستان کې عملي شي.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لاری د پروژو د تطبيق پرڅرنگوالي او اهدافو يی د کلیو پراختيا چارو وزير نصير احمد دراني سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :