BBC
 شاته

د بدخشان پر خاش ولسوالۍ د طالبانو د بريد "مخنيوی" شوی

د افغانستان په شمال ختيځ کې ځايي چارواکي وايي د خاش پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد يې شنډ کړی او ۱۰ وسله وال طالبان يې وژلي دی.

د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بيدار بي بي سي ته ويلي، له طالبانو سره تړليو وسله والو له دريو اړخونو د خاش ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی و.

نوموړي وويل، په دغه بريد کې د دې ولسوالۍ ډېری سيمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وې چې د افغان امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته بېرته د دوی له ولکې ويستل شوې، د ده په وينا اوس هم په دغه سيمه کې عمليات روان دي.

ښاغلي بيدار وويل، اوس د افغانستان پوځ او ځانګړي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.

د نوموړي په وينا شاوخوا ۲۰ تنه وسله وال طالبان هم په دغو عملیاتو کې ټپيان شوي دي.

د بدخشان خاش ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بي بي سي ته وويل، طالبان اوس هم د دغې ولسوالۍ په ځينو ولسواليو کې شته.

د افغانستان د ملي پوليسو د ۸۰۸ زون قومندان شير عزيز کامه وال هم په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د عملياتو پخلی کړی دی او وايي د طالبانو بريد يې په شاتمبولی دی.

وسله والو طالبانو ويلي، د يادې ولسوالۍ د ودانۍ شاخوا برخې د دوې تر ولکې لاندې دي.