شاته

افغانستان: ګاوڼډیان د مخدره موادو او قاچاقبران پر ضد مبارزه کې همغږي نلري

د افغانستان، تاجکستان، ایران او روسیې د مخدره موادو سره د مبارزې لوړ پوړو چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د خپل منځي استخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه ټینګار وکړ او په سیمه کې یې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د ګډ کار او همکاریو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان، ایران، تاجکستان او روسیې له مخدره موادو سره د مبارزې لوړ پوړو چارواکو په کابل کې په پنځه اړخیزه ناسته کې وویل چې دوئ او پاکستان تر بل هر وخت د مخدره موادو د قاچاق، اعتیاد او ترهګرۍ له سختو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي او ددغو تهدیدونو په وړاندې باید سیمه په ګډه عملیاتي او استخباراتي همکاري زیاته کړي.

نړیوال راپورنه څرګندوي چې په افغانستان کې تربلهرځای ډیر کوکنار کرل کیږي

نړیوال راپورنه څرګندوي چې په افغانستان کې تربلهرځای ډیر کوکنار کرل کیږي

کابل نن د مخدره موادو سره د مبارزې د پنځه اړخیزې غوڼډې کوربه و، خو پاکستان پکې ګډون نه درلود. د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰۱۴ کال په پرتلې د کوکنارو په کښت کې نوولس فیصده او په تولید کې ۴۸ په سلو کې کموالی راغلی و، خو سږ کال د نا امنیو له امله د تیر کال لاسته راوړنې د زیان سره مخامخې دي. وزیرې عظیمي وویل‪"پدې کې شک نشته چې په افغانستان کې وروستۍ نا امني د تیرکال لاسته راوړنې له منځه وړي. اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی. مونږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو، بودیجه مو کمه ده، ناامنیو سره مخ یو او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همغږي نشته‪".

پدې غوڼډه کې ایراني مقام په أفغانستان کې د مخدره موادو سره مبارزه په ملي کچه ګټوره وبلله خو وی ویل د سیمې په کچه موثره نده او باید د مخدره موادو د قاچاقبرانو په وړاندې واحد او ګډ عملیاتي کارونه وشي. د ایران د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال اسد الله هادي نژاد وویل که پنځه اړخیزه غوڼډه وغواړي زیاتې لاسته راوړنې ولري، نو په سیمه کې د فعالو قاچاقبرانو د بانډونو په خلاف دې عملياتي او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې کړنلاره جوړه کړي‪.

دا مخدره مواد په ۲۰۱۵ کال کې د ایران په تیبات ښار کې ونیول شوو

دا مخدره مواد په ۲۰۱۵ کال کې د ایران په تیبات ښار کې ونیول شوو

او د تاجکستان د مخدره موادو سره د مبارزې چارواکي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو د مخنیوي لپاره د زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه. د تاجکستان له مخدره موادو سره د مبارزې د اژانس رئیس شیرخان سلیم زاده ګډونوالو ته وویل د ترهګرو په فعالیدو او د مرکزي آسیا د دولتونو د ځینو اوسیدونکو یوځای کیدل د اسلامي دولت سره ددې لامل شوی چې د افغانستان او تاجکستان حکومتونه پرېکړه وکړي چې سرحدي ځواکونه لا پیاوړي کړي‪.

د مخدره موادو سره د مبارزې په پنځه اړخیزه ناسته کې د راتلونکي کال لپاره د مخدره موادو د مبارزې د لارې نقشه هم برابریږي، چې د دوشنبې (سیپتمبر ۲۶) به د همدې غوڼډې د ګډوالو لخوا اعلان شي.